تازه خبرونه

امریکا، د زلمي خلیلزاد د احتمالي ترور د طرحې شنډول د غور وړ بولي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۹, ۱۳۹۹)

امریکایي چارواکو ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته منلې، چې امریکا د زلمي خلیلزاد د احتمالي ترور طرحه د څېړنې وړ بولي؛ ځکه طالبانو ادعا کړې، چې د داعش جنګیالو لخوا یې د خلیلزاد د وژلو طرحه شنډه کړې ده.  

ډیلي بیسټ ورځپاڼې څرګنده کړې: چارواکي د هغې ادعا د څېړلو په پړاو کې دي، چې طالبانو په خپلې وروستۍ ویډیو کې ترې پرده پورته کړې او وایي، چې دوه داعشیان د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد د وژلو دنده تر لاسه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته منلې، چې امریکا د اړوند ویډیو په اړه څېړنې کوي؛ ځکه د امریکا حکومت د خپلو کارمندانو په اړه هر راز بالقوه ګواښ ته بشپړه پاملرنه لري.

د دغه ګزارش له مخې؛ د افغانستان چارواکي هم د دغې ادعا د څېړلو په حال کې دي.

په خپور شوي ګزارش کې راغلي: په دې ویډیو کې له دوه داسې کسانو اعتراف اخیستل کیږي، چې د طالبانو په بند کې دي او سترګې یې هم تړل شوي. دوی ادعا کوي؛ د افغانستان په ملي امنیت عمومي ریاست کې، چې امریکا ترې ملاتړ کوي دې طرحې ته آسانتیاوې رامنځته کیدې.    

د ډیلي بیسټ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست د طالبانو او خلیلزاد د سولې له هوکړې سره په مخالفت کې دی او له همدې کبله طالبان غواړي، چې د کابل او واشنګټن تر منځ یوه ژوره تشه رامنځته کړي.

د ملي امنیت ریاست یوه پخواني مشر په دې کار کې د دې ریاست لاس لرل رد کړي او دا ویډیو یې جعلي نومولې ده.

د امریکا یوه پخواني ډیپلومات ویلي؛ خلیلزاد د افغانستان د حکومت په پرتله په طالبانو کې د ډېر درناوي وړ سړی دی.

یاد ډیپلومات زیاته کړې: خلیلزاد سولې ته د نږدې کیدو په حال کې دی او هغه کسان، چې ګټې یې د سولې په دې بهیر کې زیانمنیږي؛ اندېښمن شوي دي.

د یادې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا ويډيو د روان کال د جون پر ۱۲ د طالبانو د استخباراتو لخوا د دوی په ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې ده.

دې راپور دا هم په ډاګه کړې: د دې فلم جزئیات او معلومات، چې د طالبانو، غربي ډيپلوماټانو او افغان حکومت لخوا ورځپاڼې ته وړاندې شوي ښیي، چې حالات څومره زیانمنونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ د پاتې دوه زره طالب بندیانو د خوشي کیدو په اړه له پرمختګ خبر ورکوي او وایي؛ باید ژر تر ژره له طالبانو سره بندي امنیتي سرتېري خوشې او د سولې بهیر د خپلمنځي خبرو پړاو پیل شي.

Trending

Exit mobile version