تازه خبرونه

امریکا، ناتو او ملګرو ملتونو د طالب او حکومت له دوه اړخیز اوربنده هرکلی کړی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ د طالبانو او حکومت لخوا د لوی اختر په درشل کې له درې ورځني دوه اړخیز اوربنده تود هرکلی کړی دی.

خلیل زاد په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: د لوی اختر په ویاړ جنرال میلر، د سفارت چارسمبالی ولسن او زه د افغانستان خلکو ته د یوې سوله ییزې رخصتۍ هیله کوم. لوی اختر د خیرات او همکارۍ وخت دی. زمونږ هیله داده، چې دا اختر ټول افغانان د همغږۍ او د یو بل په درناوي کې تر سره او د یووالي له مخې ځانونه تلپاتې سولې ته یو ګام نور هم نږدې کړي.

هغه دا هم لیکلي، چې: مونږ د طالبانو لخوا د لوی اختر له اوربند او د افغان حکومت د دوه اړخیز اعلانه هرکلی کوو.

خلیلزاد په ډاګه کړې: مونږ هیله من یو، چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه د خلکو په چوپړ کې خپله دغه لاسته راوړنه او ویاړ روان وساتي؛ ځکه دوی افغانستان ته ژمن دی او مونږ ترې نه یوازې مننه کوو، بلکې د اختر مبارکي او ورته وړاندې کوو.

طالبانو د سې شنبې پر شپه د لوی اختر په رخصتیو کې درې ورځنی اوربند اعلان او ترې یې د څارنې ډاډ څرګند کړ.

طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې؛ دوی خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې بریدونه ترسره نکړي.

د طالبانو له دې اعلان وروسته له ځنډ پرته ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ، چې حکومت به هم اوربند وڅاري او هیڅ عملیات به نه ترسره کوي.

ناتو هم د دواړو لوریو له اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل: اوربند د افغانستان د سولې په بهیر کې یو اړین ګام دی، چې باید د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د ژر پیل کیدو لپاره پراته خنډونه لیرې کړي. افغانان اوس د سولې حق لري او ناتو یې هم ملګرتیا کوي.

په افغانستان کې د سفارت چارسمبالي راس ولسن هم پدې اړه په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې: زه د لوی اختر اوربند له اعلان هرکلی کوم. افغانان په سوله کې د رخصتۍ د تېرولو وړ دي. زه دواړه لوریو ته سترګې پر لار یم، چې خپلې ژمنې پوره او ژر تر ژره د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو ته لار اواره کړي.

دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم د طالبانو له اعلان شوي اوربنده هرکلی کړی او په یو تویتري پیغام کې یې په ډاګه کړې، چې: یوناما د طالبانو لخوا د لوی اختر اوربند اعلان او د افغانستان دولت لخوا د هغې له منلو هرکلی کوي.

د یوناما مشرې زیاته کړې؛ د بندیانو خوشې کیدل او په تاوتریخوالي کې کموالی د خپلمنځي خبرو پر لوړي یو چتک او ګړندی ګام دی.

دا وروستي پرمختګ یوازې څو ساعته وروسته له هغې رامنځته شو، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو وغوښتل، چې د لوی اختر په مناسبت اوربند ته ژمن شي، راتلونکې خبرې پرې ډاډمنې شي.

د س ې شنبې پر ورځ په کابل کې د سام هېوادونو د لوړ پوړیو چارواکو یوې ویدیوي ناستې ته په وینا کې ولسمشر غني وویل، چې سولې ته د حکومت ژمنتیا داده، چې دوی به ډېر ژر ۵۰۰۰ طالب بندیان را خوشې او په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوي تړون غوښتنې بشبړې بلې کړي.

غني دغه را څرګنده کړې، چې: له دې عمل سره مونږ د یوې اوونۍ په دننه کې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پیل ته سترګې پر لاره یو.

هغه له طالبانو هم وغوښتل، چې د خبرو میز ته حاضر شي او د افغانستان د خلکو د تلپاتي او هر اړخيز اوربند غوښتنه پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې خبرو وروسته طالبانو د لوی اختر په درشل کې د درې ورځنی اوربند اعلان وکړ او حکومت هم خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند مراعتولو سپارښتنه وړاندې کړه.

Trending

Exit mobile version