سیمه ییز خبرونه
امریکائي چارواکي ژمنې کوي خو عمل پر نه کوي
افغان ولسمشر حامد كرزي يو ځل بيا ويلي، چې پر امريكا باور نه لري ځكه، چې امريكايي چارواكي يوازې ژمنې كوي خو عمل پر نه كوي.
داسې ښكاري، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتې تړون پر سر ناندرې ورځ تر بلې ترينګلې كېږي.
همدا راز په هېواد كې سياسي محفلونه هم د هېواد د امنيتي حالت په باب اندېښنه لري.
افغان ولسمشر هند ته د خپل څلور ورځيني سفر په ترڅ كې يو ځل بيا د امنيتي تړون پر سر د ناندريو په باب پر امريكا نيوكه وكړه.
افغان ولسمشر ووېل، زه پر هغوى باور نلرم او دوى پر ما باور نه لري، كله چې د امريكا ولسمشر اوبا ما ته ليكي، چې زه د افغانانو كورونو ته درناوى لرم نو دا خبره دې ثابته كړي، دا ليك دې پلى كړي، د افغانانو كورنو ته دې درناوى وكړي، يوازې نور دې د بمباريو دستور نه وركوي او له دې وروسته دې د افغانانو پر كورونو بمونه نه اوروي او د سولې خبرې دې په ښكاره او رسمي ډول پېل كړي، زه په دې هڅه كې يم، چې ټول ګټونكې شي.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جېمز دابنز په دې وروستيو كې ويلي وو، چې كه افغانستان امنيتي تړون لاسليك نه كړي نو دغه هېواد به يو ځل بيا د كورنيو جګړو خواته ولاړ شي، افغان ولسمشر د امريكا د دغه استازي د څرګندونو په باب هم غبرګون وښود.
افغان ولسمشر حامد كرزى همدارنګه وایي، كله چې د امريكا يو ځانګړى چارواكى مونږ ته وايي، چې كه له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك نكړى نو هېواد به مو د كورنیو جګړو خواته ولاړ شي، نو دا يو ګواښ دى، زه هيله لرم چې امريكا پر مونږ داسې وضعیت را نه ولي، چې راته ووايې، مونږ تاسو ته ميلياردونه ډالر دركوو او تاسو بايد د افغانانو پر كورونو د بريد اجازه راكړى.
دا په داسې حال كې ده، چې د ناټو غړو هېوادونو ويلي كه د كابل او واشنګټن تر مينځ امنيتي تړون لاسليك نه شي نو د ناټو سرتېري به هم په افغانستان كې پاته نه شي.