نړۍ

امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول

Published

on

د نیویارک ښار پولیسو تېره شپه په کلمبیا پوهنتون کې د همیلټونهال ودانۍ ته ننوتل او د فلسطینیانو ملاتړي ۱۰۰ لاریونکوونکي يې ونیول.

د نیویارک پولیس پر سیمه‌ییز وخت د شپې نهه بجې کلمبیا پوهنتون ته دننه شول او د شپې له ۱۱ بجو وروسته یې اعلان وکړ، چې د پوهنتون انګړ له لاریونکوونکیو پاک شوی دی.

د پوهنتون چارواکو له پولیسو غوښتي، چې دوی دې لږ تر لږه د مې تر اووه‌لسمې ( د غویی اته‌ویشتمې) پورې په پوهنتون کې پاتې شي.

په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطین پلوه ډلو یوه بنسټیزه غوښتنه دا ده، چې پوهنتون دې د هغو شرکتونو له پانګوونې پاک شي، چې پر غزه د اسرائیلو له بریدونو ګټه پورته کوي.

د کلمبیا پوهنتون د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه، چې د زده‌کوونکیو د مشرانو او د پوهنتون چارواکو ترمنځ رغنده بحثونه وشول؛ خو له بده مرغه کومې هوکړې ته ونه رسیدل.

د دوشنبې پر ورځ پر سیمه‌ییز  وخت د امریکا ولسي جرګې ۲۱ ډیموکراټو استازو په نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون بورډ ته ولیکل: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې پوهنتون پرېکنده عمل وکړي؛ د لاریونکوونکیو کېږدۍ راټولې او د خپلو ټولو محصلینو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي.

د امریکا د نیویارک کلمبیا پوهنتون، چې د غزې له خلکو سره د پیوستون د غورځنګ پر مرکز بدل شوی دی؛ د فلسطینیانو له ملاتړو زده‌کړیالانو غوښتي، چې سیمه خوشې کړي او پوهنتون به له اسرائیلو سره هیکله اړیکې پرې نکړي.

Trending

Exit mobile version