تازه خبرونه

امریکایانو د کابل هوایي ډګر پوځي او تخنیکې تجهیزات ویجاړ کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۴۰۰)

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني پر امریکايي پوځونو تور لګولی، چې د کابل هوايي ډګر ځينې برخې او پوځي وسایل یې ویجاړ کړي دي.

د نړیوالو، امریکايي پوځونو او افغان همکارانو له وتلو وروسته په کابل نړیوال هوايي ډګر کې تخنیکي او پوځي تجهیزات، چې میلیونونه ډالره پرې حساب شوي ویجاړ پراته دي.  

د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني ويلي، چې امریکايي پوځونو په کابل هوايي ډګر کې قصدي ویجاړۍ رامنځته کړې دي.

حقاني ویلي، چې امریکايي پوځونو یو شمېر چورلکې، تخنیکي وسایل، موټر او ودانۍ ویجاړې کړې دي. له هوايي ډګره اخیستل شوي انځورونه هم ښیي، چې چورلکې، زرې موټر او ځينې وداني ویجاړې پرتې دي.

نوموړي زیاته کړې: کلونه کلونه یې مونږ پر ویجاړیو تورنولو؛ اوس تاسې ولیدل، چې ویجاړوونکي څوک دي او دوی زمونږ ملي پانګه له منځه وړې ده.

طالبانو څرګنده کړې؛ مونږ هحه کوو، چې هوایي ډګر کارولو ته چمتو کړو او دا د اسلامي امارت د ټولو مشرانو اند دی.

طالبانو، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر تر خپلې څارنې لاندې راوستی؛ وايي د ډګر د پاکولو چارې پیل شوي او هڅه کوي، چې ژر یې د الوتنو لپاره چمتو کړي.

یو طالب په ډاګه کړې؛ د ویاړ وړ ده، چې نیواکګر هیڅکله بریالي شوي ندي، چې په افغانستان کې پاتې شي او هرکله، چې راغلي له ماتې سره مخ شوي دي. بس رښتیا دا دي، چې امریکایانو ماته وخوړه او له افغانستان څخه له وخت مخکې وتښتېدل.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور وروستي پاتي شوني همدا د ډګر ویجاړۍ دي. دا پوځونه د دوشنبې پر شپه له کابل هوایي ډګره په بشپړه توګه ووتل.

Trending

Exit mobile version