تازه خبرونه

امریکایانو له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه کړې – طالبان

Published

on

طالبانو پر امریکا تور لګولی، چې الوتکو یې تازه د جګړې له ډګره لیرې سیمې بمبارد کړي او په قطر کې یې له لاسلیک کړې هوکړې غړونه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لیک لړزانده وبريښيده؛ امریکا او افغان حکومت پر طالبانو تور لګوي، چې هوکړې ته ژمن ندي پاتې شوي او طالبان بیا امریکا تورنوي، چې له هوکړې سرغړونې کوي او په غیر جنګي سیمو کې یې هوايي بریدونه روان ساتلي دي.

طالبانو د امریکا دغه بریدونه غندلي او د منلو وړ یې نه ګڼي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین پخپل تویتر لیکلي، چې د امریکا بې پیلوته الوتکو په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې پر ناپوځي سیمو بریدونه کړي دي.

طالبان دغه راز پر امریکا دا نیوکه هم کوي، چې له یوې خوا د ۵۰۰۰ طالب زندنیانو په خوشې کولو او له تور نوملړ څخه د طالب رهبرانو د نومونو د  ایستلو په ژمنو کې پاتې راغلې او له بلې خوا یې د هوکړې خلاف د افغانستان په غیر جنګي سیمو کې هوايي بریدونو  ته دوام ورکړی دی.

حکومت په طالبانو نیوکه کوي، چې پر جګړه یې ټینګار کړی او د سولې خبرې یې پیچلې کړې دي.

د سولې په برخه کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلولو لپاره یې ټولې هڅې کړي او شرایط یې برابر کړي دي.

له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان دولت د مرکچې پلاوي غړی غلام فاروق مجروح هم په دې بارو دي، چې حکومت د خپلمنځي خبرو لپاره شرایط پوره کړي او زرګونه طالب زندانیان یې خوشې کړي دي.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې اوس د خبرو وخت رارسیدلی او باید خبرې پیل کړي.

په همدې وخت کې د دوحې انستیتوت د جنجال او بشردوستانه څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات د افغانستان د ۴۵ مدني او سیاسی فعالانو نومونه خپاره کړي، چې یوې “نارسمي ناستې” ته یې ور بللي دي. په دې نوملړ کې د افغان سیاستوالو، پخوانیو چارواکو او د ولسي جرګې د غړیو او فعالو میرمنو نومونه دي. دا ناسته په نږدې راتلونکي کې د قطر د پلازمېنې دوحې په کوربتوب جوړېږي.

Trending

Exit mobile version