تازه خبرونه

امریکایانو ولسمشریزو ټاکنو ته د ګډوډیو له اندېښنو سره سره رای ورکول پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۳۹۹)

امریکایانو د سې شنبې پر ورځ په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د راتلونکیو څلور کلونو لپاره د دې هېواد مشرتابه ته یا دونالد ترمپ او یا هم جو بایدن غوره کړي.

په ټوله امریکا کې رایې ورکونکي د رایی ورکولو لپاره ولاړ دي. په داسې حال کې، چې د رای ورکولو په مرکزونو کې د پراخو ګډوډیو وېره هم شتون لري.

له ۱۰۰ میلیون څخه ډېرو رای ورکوونکیو د سې شنبې د ټاکنو دمخه یا د پوست له لارې یا په شخصي توګه رای ورکړې ده.

بایدن پخوانی دیموکرات مرستیال دی، چې په عامه ژوند کې یې نیمه پیړۍ سیاسي ژوند کړیاو د جمهوریت غوښتونکي ولسمشر په پرتله په ملي نظر پوښتنه کې د اوږدې مشرۍ لرونکی دی.

ترمپ په پام کې لري، چې د دیموکراتانو د بري مخه ډب کړي او دیمو کراتان نه غواړي، چې ترمپ یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته وردننه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ د جمهوریت غوښتونکیو ځالې ویرجینیا ته رسیدلی او ګواښ یې کړی، چې دی به د ټاکنو ګټونکی وي او پُستي رایې د ټاکنو له ورځې وروسته د امریکا لپاره خطرناکې دي.

Trending

Exit mobile version