کوید۱۹

امریکایان دې د کرونا له کبله د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) د دوشنبې پر ورځ د کرونا له کبله امریکایانو ته سپارښتنه کړې، چې د سویلي کوریا، آذربایجان او بیلاروس په ګډون دې شپږ نورو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

دغه راز دې سرچینې کوموروس، فرانسوي پولینیشیا، سینټ پییر او میکیلون هم د څلورمې  درجې د خورا لوړ خطر په نوملړ کې نیولي دي.

د راپور له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دوشنبې پر ورځ سویلي کوریا، انډونیزیا او آذربایجان ته پر سفر نکولو ټینګار کړی دی.

د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز د کاناډا، اروپا او نږدې ټولې لاتینې امریکا د هېوادونو په ګډون لږ تر لږه ۱۴۰ هېوادونه او سیمې د کرونا ویروس د لوړې کچې اومیکرون د خبرتیا په نوملړ کې راوستي دي.

دې سرچینې ۵۰ نور هېوادونه یا سیمې د درېیمې درجې په نوملړ کې نیولي، چې ناواکسین شوي امریکایان دې له نااړینو سفرونو ډډه وکړي. یوازې ۱۱ سیمې د چین، نیوزیلینډ، پاکستان، ټایوان او هانګ کانګ په ګډون په لومړۍ، ټیټه او منځنۍ کچه کې شمېرل شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغې سرچینې لږ تر لږه  نورې۴۰ سیمې ناڅرګنده نومولي او مشوره ورکوي، چې له واکسین شویو خلکو پرتو به نور دې سیمو ته سفر نکوي.

دغو سفري سپارښتنو د نړیوال هوایي سفر غوښتنې هم تر فشار لاندې راوستي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې لویو هوایي شرکتونو سوداګریزو او سفري ډلو له سپینې ماڼۍ غوښتي وه، چې  پر واکسین شويو نړیوالو مسافرینو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

Trending

Exit mobile version