تازه خبرونه

امریکایي رسنیو امریکا ته د خپلو افغان خبریالانو د لېږدولو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳۱, ۱۴۰۰)

یوشمېر امریکایي رسنیو د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي؛ هغه افغانان، چې له امریکایي رسنیو سره يې کار کړی باید امریکا ته ولېږدول شي.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو وروسته یوشمېر امریکایي رسنیو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په یوه استول شوي لیک کې څرګنده کړې، چې د دوی افغان همکاران له دې هېواده وباسي.

په دې لیک کې نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، سي ان ان، لاس انجلس ټایمز او څو نورو بهرنیو رسنیو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلو همکارانو له مدني وضعیته اندېښنه ښودلې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر مشره وحیده فیضي وایي: دې رسنیو اندېښنه ښودلې، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د دوی افغان همکاران له ګواښ سره مخ شي.

په افغانستان کې د خبریالانو کاري وضعیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

خبریاله خدیجه امین وایي، چې د جګړو دوام د دوی پر چارو ناوړه اغېز کړی او ډېري خبریالان نشي کولی واقعیتونه خلکو ته وړاندې کړي.

خبریال نوید کاوش وایي؛ خبریالان د معلوماتو د رسونې په چارو کې ګواښل کېږي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشر مجیب خلوتګر د څرګندونو پر بنسټ؛ افغانستان د خبریالانو پر وړاندې یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی، چې له یوه کال راپدیخوا په کې له ۱۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي.

له دې مخکې واشنګټن د یوشمېر ښځینه خبریالانو، ښځینه مدني او سیاسي فعالانو د انتقال لپاره هوکړه کړې وه. له دې سره سم امریکا یوشمېر هغه کسان، چې د ژباړونکیو په توګه يې له امریکایي سرتېرو سره کار کړی له افغانستان څخه وباسي.

Trending

Exit mobile version