تازه خبرونه

امریکایي ځواکونه وځي او افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي – جوبایډن

Published

on

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون جمعه د چنګاښ ۴ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، چې بهرني سرتېري له افغانستان وځي او افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

بایډن له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی؛ خو خپل ملاتړ به روان ساتي.

بایډن وایي: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي، چې څه غواړي.

هغه زیاته کړې، بې معنا تاوتریخوالی باید بند شي.

ولسمشر غني د بایډن پرېکړې ته درناوی لري او وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دواړو هېوادونو اړیکې نوي څپرکي ته وردننه شوې دي.

اشرف غني زیاته کړې، چې افغان امنیتي ځواکونو شپږ ولسوالۍ له وسلوالو طالبانو بېرته نیولې دي.

د امریکا له ولسمشر جوبايډن سره له کتنې وروسته  د افغانستان د ولسمشر اشرف غني یوې خبري غونډې ته وویل، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا پرېکړه خپلواکه ده؛ خو د پایلو  اداره کول یې د کابل مسوولیت دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ بایډن ویلي، چې په کابل کې به د امریکا سفارت خپل کار روان ساتي او د امریکا پوځي مرستې به هم روانې وي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې په دوحه کې د خپلمنځي خبرو اترو مخنیوی باید ونشي؛ خو که طالبان یې وغواړي.

عبدالله عبدالله رویټرز ته څرګنده کړې: زه فکر کوم، چې مونږ باید د سولې خبرې تر هغې بندې نکړو، چې دوی یې پخپله دروازې وتړي. که څه هم د جګړې په ډګر کې پرمختګ شوی، خو مونږ نشو کولی د خبرو اترو دروازه وتړو.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په دې اړه ویلي: په داسې حال کې، چې مورال خورا ضعیفه دی؛ هرڅوک، چې دا مورال ځواکمن کړي دا به ښه کار وي. د غني بلنه یو ښه ګام دی او مونږ ترې ملاتړ کوو.

له دې مخکې امریکا ولسمشر غني ته یو لیک لیکلی و او له هغه یې غوښتي وه، چې په افغانستان کې له انتقالي حکومت سره هوکړه وکړي.

رویټرز په ډاګه کړې، بایډن د امریکا له کانګرس غوښتي، چې په راتلونکي کال کې له افغانستان سره ۳ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر امنیتي مرسته تصویب کړي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا به دغه راز د کرونا ویروس ضد واکسین درې میلیون خوراکه واستوي.

همدارنګه امریکايي چارواکو ویلي، چې جوبایډن به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل ونه دروي او د طالبانو د بریدونو د درولو لپاره به د امریکا د هوایي ځواکونو ملاتړ هم تائید نکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سیاسي مشرانو پرون له یو شمېر امریکایي چارواکو سره د افغانستان په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version