تازه خبرونه
امریکایي ځواکونه په افغانستان کې ډېر کار ته اړ دي
په افغانستان کې د امریکايي او ائتلافو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال جان کمپبل وایي، چې کولی شو پر طالبانو د ډېر فشار په راوړلو هغوی د سولې خبرو میز ته راکاږو.
دغه راز جنرال کمپبل، چې لس ورځې وړاندې یې د غوځ ملاتړ ماموریت قومنداني جنرال جان نیکلسون ته سپارلې؛ د افغان هوایي ځواک د وړتیاوو په اړه وایي: تر ۲۰۲۰ پورې به د بشپړو وړتیاوو لرونکي نه شي.
د نوموړي په وینا؛ امریکا د افغان هوایي ځواک رامنځته کول ډېر وځنډول.
همدارنګه کمپبل په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د ډېر واک غوښتونکی شوی هم دی.
هغه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په هڅو کې د یو شمېر اصلاحاتو او بدلونونو غوښتنه کړې ده.
دغه راز هغه وایي، که افغان ځواکونه پخپل وخت خپل کارونه تر سره نه کړي، په وضعیت کې به یې بدلون ناشونی وي.