تازه خبرونه

امریکایي ځواکونود القاعدې د روزني په تر ټولو لویو کمپونو بریدونه کړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

هغه امریکایي نظامي چارواکي، چې په افغانستان کې د امریکا د جگړې مسوولیت په غاړه لري ویلي، چې امریکایي قواوو د القاعدې د روزني په تر ټولو لویو کمپونو بریدونه کړي دي.

چارواکي وايي، دغه مرکزونه تر ټولو لوی مرکزونه ول، چې د افغانستان په څوارلس کلنې جگړه کې په نښه کیږي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جان کیمپبل په یوه رپوت کې، چې په واشنگتن پوست ورځپاڼه کې خپور شوی ویلي،چې په دې بریدونو کې په لسگونه امریکایي هوایي حملې شاملي وې.

دغه راز د ښاغلي کیمپبل په وینا؛ په دغو عملیاتو کې د ځانگړو عملیاتو دوه سوه پوځیانو هم برخه درلوده.

په راپور کې راغلي، چې په بریدونو کې د القاعدې شاوخوا یو سلو شپیته جگړه ماران وژل شوي دي.

جان کیمپبل وویل، چې دا عملیات د اکتوبرد میاشتي په یولسمه یا له دغې نېټې وروسته د پاکستان پر گډه پوله د افغانستان سویلي سرحد ته نږدې په اتیا  کیلومترۍ کې راتمنځته شوي دي.

Trending

Exit mobile version