تازه خبرونه

امریکایي ځواکونو په کندهار کې پر طالبانو ځوابي برید ترسره کړی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۰)

امریکایي ځواکونو ویلي؛ د شنبې پر شپه د کندهار په هوایي ډګر کې بهرني ځواکونه تر توغندیز برید لاندې راغلل، چې سمدستي بهرنيو ځواکونو هم پر وسلوالو هوایي بریدونه وکړل.

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لګټ زیاته کړې: امریکایي ځواکونو نن شپه پرهغو توغندیو ویجاړونکی برید ترسره کړ، چې پرهوایي ډګر د توغولو لپاره ځای پر ځای شوي وه.

هغه ویلي، چې د کندهار هواي ډګر نن له غرمې وروسته له نامستقیمې اورلګیدنې سره مخ شو؛ خو پرسونل ته کوم زیان ندی رسیدلی او تجهیزات هم زیانمن شوي ندي.

هغه دا هم ویلي، چې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر موخه د ځواکونو ساتنه ده او د ائتلاف د ارادې ښکارندویي کوي.

هغه د وسلوالو مخالفانو د بریدونو په اړه ویلي؛ تاوتریخوالي ته ستنیدل به بې معنا او خواشینوونکې وي؛  خو تېروتنه مه کوئ، مونږ پخپلو پوځي تجهیزاتو د ائتلاف پروړاندې هر ډول بریدونو ته په کلکه ځواب وایو او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره پوځي تجهیزات هم په واک کې لرو. پدې لوري تګ به تېروتنه وي.

د شنبه پر ورځ  د می پر لومړۍ نېټه، چې  د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ ورځ وه؛ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتوالي له کبله د طالبانو د احتمالي حملو د مخنیوي لپاره د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ښارونو کې امنیتي هڅې پراخه شوې وې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ له افغانستان څخه د می تر لومړۍ نېټې د بهرنيوځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې له هوکړې سرغړونه ده او طالبانو ته یې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هر ډول مناسب اقدام د ترسره کولو لار خلاصه کړې؛ خو په دې اړه د مشرتابه سپارښتنې ته سترګې پر لاره دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت دې وضعیت ته له پاملرنې وروسته اعلان وکړ، چې ځواکونه به یې د می په میاشت کې وتل پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.

دغه راز واشنګټن خبرداری ورکړ، چې که د وتلو پرمهال پر بهرنیو ځواکونو برید وشي؛ نو دوی به له ځانه دفاع وکړي.

کارپوهانو ويلي، چې د طالبانو ګواښونه باید جدي ونیول شي؛ خو د بهرنیو اهدافو پروړاندې د برید مخه باید ونیول شي؛ ځکه، چې طالبان باید خبرې اترې روانې وساتي.

د واشنګټن په ووډرو ویلسون مرکز کې د آسیا برنامې مرستیال مایکل کوګلمن رویټرز ته ویلي، مونږ د بریدونو مخه نشو نیولی.

دې په ډاګه کوي، چې طالبان به اوس پر بهرنیو ځواکونو ډېر بریدونه ونکړي؛ ځکه دوی پوهیږي، چې وتلو ته نېټه ټاکل شوې ده.

د یادونې ده، چې د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د نړیوالو په منځګړیتوب د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د  فبرورۍ پر ۲۹ په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو تړون لاسلیک شوی، چې پر بنسټ یې باید د می پر لومړۍ نېټه بهرني ځواکونه له دې هېواده وتلي وای او طالبانو هم د بهرنیو ځواکونو پر اډو برید نه وای کړی.

Trending

Exit mobile version