تازه خبرونه
امریکایي ځواکونو په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ۲۰ ملکي وګړیو د وژنې مسوولیت منلی
د امریکا اردو په ۲۰۲۰ کال کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ۲۳ ملکي وګړیو د ناقصدي وژنو مسوولیت منلی دی.
پنټاګون پرون (چارشنبه) په ډاګه کړه، چې په تېر کال کې ۲۳ ملکي وګړي له امریکا بهر د جګړې په سیمو کې د دوی د سرتېرو په ناقصدي توګه وژلي دي.
پنټاګون ویلي، چې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په عراق، افغانستان، سومالیا، یمن او نایجیریا کې یاده وژنه رامنځته شوې ده.
د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې: اټکل کوي، چې په ۲۰۲۰ کې د امریکایي ځواکونو د پوځي عملیاتو په بهیر کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې؛ د دې ملکي زیانونو ډېره برخه په افغانستان کې رامنځته شوې. د راپور د پټې برخې د څرګندونو له مخې؛ پنټاګون تېر کال په افغانستان کې د ۲۰ ملکي وګړیو د وژلو مسوولیت منلی دی.
په راپور کې راغلي؛ که څه هم کانګریس په ۲۰۲۰ کې پینټاګون ته د ملکي قربانیانو کورنیو ته درې میلیون ډالر ځانګړي کړي، خو غرامت ورکړ شوی ندی.
نادولتي ادارې په منظم ډول په هغو سیمو کې، چې امریکایي سرتېري فعالیت کوي؛ د ملکي تلفاتو لوړ راپور ورکوي.
د هوایی جنګ نادولتي ټولنې، د نړۍ د جګړې د قربانیانو نوملیکنه کوي؛ ښیې، چې تېر کال د امریکایي ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۰۲ ملکي وګړي وژل شوي، چې پېنځه ځله ډېروالی ښیي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې په عملیاتو کې د ۸۹ ملکي وګړیو د وژل کیدو او ۳۱ نورو د ټپي کېدل مستند کړي دي.
په داسې حال کې، چې پنټاګون په سومالیا کې د یو ملکي کس له وژلو خبر ورکړی، د “هوایي جنګونو” ټولنې ویلي، چې د امریکایی ځواکونو په عملیاتو کې اووه ملکیان وژل شوي دي. په سوریه او عراق کې ځایی ټولنو راپور ورکړی، چې شپږ کسان د امریکایي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.