نړۍ

امریکا اسرائیلو ته د ۲۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د وسلو پلور تصویب کړ

د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شاوخوا ۱۹ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د ایف-۱۵ جټ الوتکو او تجهیزاتو او د ۷۷۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د ټانک کارتوس، د ۶۰ میلیون ډالرو پر ارزښت چاودېدونکي هاوان کارتوس او د ۵۸۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د پوځي وسایطو پلور منظور کړی دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې امریکا د سې شنبې پر ورځ اسرائیلو ته د ۲۰ میلیارډ ډالرو جنګي الوتکو او نورو نظامي تجهیزاتو پلور تصویب کړ؛ خو پنټاګون ویلي، چې د پلور بهیر به کلونه وخت ونیسي.

د پنټاګون د خبرپاڼې له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شاوخوا ۱۹ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د ایف-۱۵ جټ الوتکو او تجهیزاتو او د ۷۷۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د ټانک کارتوس، د ۶۰ میلیون ډالرو پر ارزښت چاودېدونکي هاوان کارتوس او د ۵۸۳ میلیون ډالرو پر ارزښت د پوځي وسایطو پلور منظور کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ اسرائیلو ته به ایف -۱۵ جنګي جیټ الوتکې په ۲۰۲۹ کال کې برابرې شي؛ ځکه، چې  رادار او مخابرې خوندي وسایل هم په کې ځای پر ځای کیږي.

د پنټاګون د څرګندونو له مخې، د نورو تجهیزاتو تحویل به په ۲۰۲۶ کې پیل شي. دا په اسې حال کې ده، چې امریکا په غزه کې د اوربند رامنځته کولو څو اړخیزې هڅې پیل کړې دي.

پنټاګون وایي: امریکا د اسرائیلو امنیت ته ژمنه؛ ځکه ده، چې ملي ګټې یې ورسره خوندي کیږي او اسرائیل  هم د ځان دفاع  ته چمتو کوي.

د اسرائیلو دفاع وزیر یوف ګالنټ په ایکس پاڼه کې له امریکایي چارواکو  مننه کړې، چې له اسرائیلو سره یې د پوځي برتری په ساتلو کې مرسته کړې ده.

امریکايي چارواکو په جون کې رویټرز ته ویلي وه؛ امریکا، چې د اسرائیلو تر ټولو لوی متحد او د وسلو عرضه کوونکی دی؛ په تېر اوکتوبر کې د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا اسرائیلو ته له لس زره ډېر ویجاړوونکي دوه زره پونډه بمونه او د اور وژنې زرګونه توغندي استولي دي.

د اسرائیلو او حماس جګړې غزه ویجاړه کړې، چې په پایله کې یې ملکي وګړو ته درنده مرګ او ژوبله اوښتې ده. د منځني ختیځ د پراخې جګړې د مخنیوي په هیله واشنګټن له نورو سیمه‌ییزو منځګړو سره د اوربند د ټینګولو په لټه کې دی.

ولسمشر جوبایډن د می پر یودېرشمه په غزه کې د درې پړاوه اوربند وړاندیز وکړ؛ خو تر اوسه یې هڅې ناکامې شوې دي.

دغه جګړه د اوکتوبر پر اوومه د حماس پر برید پیل شوې، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل دي.

د سیمه‌ییزو روغتیایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د حماس په تر واکمنۍ لاندې سیمه کې د اسرائیلو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي؛ ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي بې ځایه شوي، د لوږې بحران رامنځته شوی او په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې تورونه د دې لامل شوي، چې اسرائیل روانه جګړه ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن له اسرائیلو سره د پوځي ملاتړ له کبله له سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version