تازه خبرونه

امریکا افغانانو ته له ۳۲۷ میلیون دالرو له بشري مرستې خبر ورکوي

Published

on

د امریکا د بهرمیو چارو وزیرآنتوني بلینکن تېره ورځ ویلي، چې امریکا به په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې له میشتو افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې شاوخوا ۳۲۷ میلیون دالر مرسته وکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په ډاګه کړې؛ د دې پیسو ۱۱۹ میلیون دالر د امریکا بهرنیو چارو وزارت د وګړیو او کډوالۍ څانګه د ادارې او ۲۰۸ میلیون به د دې هېواد د نړیوال پرمختګ ادارې د بشري مرستو د څانګې له لارې ورکول کیږي.

دغه راز په بیان کې راغلي؛ د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا، چې په کابل کې طالبان بیا واکمن شول، له افغانستان او د کډوالو افغانانو لپاره له ګاونډ هېوادونو سره د امریکا د مالي مرستو کچه یواعشاریه یو میلیارد دالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا دا مالي مرسته به په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق، د کډوالۍ نړیوال سازمان او ورته نورو نړیوالو خیریه بنسټونو له لارې ولګول شي.

امریکايي چارواکو ويلي؛ دا مرسته به د بېړنۍ اړتیا لپاره د نغدو پیسو، پناه ځایونو چمتو کولو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي، روغتیايي خدمتونو او په هېواد کې دننه له بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي او د بشري مرستو دا لړۍ به روانه وي.

امریکا له افغانانو سره دا مالي مرسته په داسې حال کې اعلانوي، چې ملګري ملتونه وايي، د افغانستان نږدې نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version