تازه خبرونه

امریکا افغانستان ته د ۶۵۰ ملاتړي سرتېري رالیږي – راپور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۷, ۱۴۰۰)

سي این این د امریکا د پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د دغه هېواد دفاع وزارت افغانستان ته د ۶۵۰ ځانګړیو سرتېرو د لیږلو پرېکړه کړې، چې د وتلو پر وخت له امریکایي ځواکونو ملاتړ وکړي.

له دې مخکې هم د امریکا دفاع وزارت ویلي وه، چې له افغانستان څخه د ډاډمنو وتلو لپاره تازه دمو سرتېرو ته اړتیا ده.

سي این این د څرګندونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین له افغانستان څخه د خوندي وتلو لپاره د سرتېرو او نورو تجهیزاتو استول منل شوي دي.

راپور په ډاګه کړې، چې دا ځواکونه د امریکا د ځانګړې قطعې سرتېري دي، چې مخکې هم په سیمه کې دندې درلودې.

د راپور له مخې؛ دا ځواکونه پر پرمختلليو الوتکو او وسلو سمبال دي. کله، چې د امریکا پاتې سرتېري له افغانستان  وځي؛ نو دوی به یې مرسته او ملاتړ کوي

امریکا تر دې دمه دوه بي – ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې سیمې ته استولي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په خوندي وتلو کې ترې ملاتړ وکړي.

دغه راز  امریکایی چارواکو سي ان ان  ته ویلي، چې پنټاګون به په سیمه کې سلګونه سمندري، هوایي او ځمکني ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې د امریکا، ناټو او نورو قراردادي سرتیرو د وتلو امنیت ډاډمن کړي.

د متحده ایالاتو چارواکو یادې سرچینې ته زیاته کړې؛ د وتلو پر مهال زمونږ ډېره پاملرنه د هغو تجهیزاتو پر لېږد راڅرخي، چې نه ویجاړ شوي اونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، سکاټ میلر په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به مونږ خپلې ټولې اډې افغان ځواکونو ته وسپارو.

هغه ویلي: زمونږ د یو شمېر پوځي اډو وتل پیل کړي دي.

ویل کیږي، چې د دې اډو د سپارلو بهیر به د درې امنیتي بنسټونو د ۱۰ کمېټو په ګډ کمیسیون کې د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ پلی شي.

Trending

Exit mobile version