تازه خبرونه
امریکا افغانستان ته له کرونا سره د مبارزې لپاره له ۳۶.۷ میلیون دالرو ډېره مرسته ورکړې
امریکا له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د افغانستان له خلکو سره له ۳۶.۷ میلیون دالرو ډېره مرسته کړې او دغه راز یې د نړیوال بانک له لارې د پرمختیايي چارو لپاره ۹۰ میلیون دالر چمتو کړي، چې د دغه هېواد د ملي روغتیا، ښوونیزو سکتورونو او د حکومت نورې اړتیاوې پرې پوره شي.
په کابل کې د امریکا شارژدافیر ویلي، چې دغه بودجه په داسې حال کې، چې افغانستان له کرونا ویروس سره په مبارزه کې دي؛ ورته پام رااړول کیږي. مونږ ټول باید چټک ګامونه پورته کړو، چې د دغه ویروس د خوریدو مخنیوی او د ناروغانو پوښتنه وشي. دغه راز خلک کارونو ته راوګرځوو او د زیانمنو ښځو او ماشومانو ساتنه وکړو او په دې ستونزمن حالت کې د تاوتریخوالي له ډېریدو ځار نشي.
د امریکا حکومت له کرونا ویروس سره د ځواکمنې مبارزې د ملاتړ لپاره د افغانستان له حکومت، نړیوالو بشردوستانه ملګرو، مرسته کوونکیو ټولنو، خصوصي سکتور او د افغانستان له خلکو سره همغږي کوي. دغه بودجه د هغو سرچینو پر بنست برابریږی، چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لاندې هڅو ته د ځواب ویلو لپاره اعلا کړې وه:
دغه ۳۶.۷ میلیون دالر مرسته به په لاندې برخو کې ولګول شي:
له ۱۹.۱ میلیون ډېر دالر به د روغتیایي بحرانونو د مخنیوي، درملنې او د بې ځایه شویو خلکو پر روغتیاي ملاتړ ولګول شي.
افغانستان ته د راستنیدونکیو مهاجرینو د ملاتړ لپاره نږدې ۳.۱ میلیون دالر مرسته.
پېنځه سوه زره امریکایي دالر د کرونا ویروس د مخنیوي، څارنې لپاره د آسانتیاوو، ودانیو او تجهیزاتو چمتو کول.
د افغانستان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اقتصادي ملاتړ صندوق ۴ میلیون دالر د لګولو لپاره لري.
د کرونویرس پرمهال د روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د روان ساتلو لپاره د نړیوال بانک ۹۰ میلیون دالر مرسته چمتوده.
د روغتیایي او بیخبنایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولنیزو شوراګانو د څارنې او د ناروغانو د درملنې هر اړنیزه هڅونه د امریکا د څولسیزو مرسته ملاتړ او همکاري روانه ساتلی شي.
د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې هر اړخیز خدمتونه د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه میندو او ماشومانو ته روان ساتل شوي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره عامه پوهاوي زړه راکښونکې پایله الرلې ده.
له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې ۱۹ میلیارد افغانۍ پر پراختیایي برخو لږیدلي دي او دې ادارې ملکي برخو ته هر راز مرستې برابرې کړې دي.
د یادونې ده، چې دې ادارې د ۱۵ بېلابېلو خوریدونکیو ناروغیو د مخنیوي لپاره د پوهاوی اوونیز پروګرامونه پلې کړي او ترې خپل ملاتړ یې هم روان ساتلی دی.
