تازه خبرونه
امریکا افغانستان ته پر الوتنې نوي بندیزونه ولګول
د امریکا فډرال هوایي چلند ادارې (اف ای ای) د دوشنبې پر ورځ د زمري ۴ ویلي، چې د امنیتي چاپېریال د بدلیدو په غبرګون کې د افغانستان پر فضا پر امریکایي الوتنو نوي بندیزونه لګېدلي دي.
د یادې ادارې په بېړنۍ سپارښتنه کې راغلي، چې د ترهګرو خطرونو ته د پاملرنې له مخې د کابل معلوماتي سپارښتنو ته په کتو باید الوتنې له ۲۶۰۰۰ فوټو ټیټې نه وي. البته د کابل له هوایي ډګر پرته نور په ټول افغانستان کې باید یاد لوړوالی په پام کې ونیول شي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یاد بندیږ پر ټولو امریکایي اوتنو ، چې افغانستان ته الوت کوي لګېدلی، له راتلونکې یکشنبې د پلي کېدو وړ دی.
د امریکا هوایي چلند ادارې ویلي، چې دا بندیزونه د امریکا پر پوځي الوتنو نه پلي کیږي.
