تازه خبرونه

امریکا افغان اردو ته څلور ای- ۲۹ ډوله جنګي الوتکې وسپارلې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۳۹۹)

امریکا د افغانستان ملي اردو ته څلور ای – ۲۹ سوپرتوکانو جنګي الوتکې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارلې.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د دغو الوتکو د سپارلو أر مهال څرګنده کړې چې افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسلوالو مخالفانو سره د مخامخ کیدو وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې دمګړۍ په افغانستان کې ۹۶ سلنه جګړه د افغان ځواکونو پر اوږو بار ده او د دې الوتکو له تسلیمیدو سره به افغان ځواکونه به وکولی شي ډېرې موخې تر برید لاندې راولي.

دغه راز د ملي اردو د هوایي ځواک قومندان فهیم رامین ویلي، چې دا الوتکې لږ لګښتې دي او په ورته وخت کې ۳۶ ډوله وسلې لیږدولی شي.

له دغو ۴ الوتکو سره، د سوپرتوکانو جنګي الوتکو شمېر ۱۸ ته ورسید.

همدارنګه د سیستیکا یا د افغانستان لپاره د امنیت د ګډ لیږد قومندان جنرال جوهان ددریک ويلي، د افغانستان هوایي ځواک د تېر په پرتله خورا پیاوړی شوی او په وروستیو میاشتو کې یې ښودلې، چې له دښمن سره د مخامخ جکړې ځواک لري.

نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ مرستې روانې دي. تمه ده، چې شپږ نورې دغه الوتکې هم په راتلونکیو میاشتو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي. مونږ په افغانستان کې د سولې لپاره له افغان ځواکونو سره پر ګډ ماموریت کار کوو. له افغان ځواکونو سره د ناتو او سیستیکا ټولې هڅې پر دې راڅرخي، چې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي او د افغانستان خاوره د جګړې لپاره ونه کاروا شي.

دا په داسې کال کې ده، چې د قطر په دوحه کې د حکومت او طالبانو د اړیکو جرګه ګۍ د خپلمنځي خبرو لپاره پر کاري برخو خبرې پر شپږمه ورځ هم روانې دي.

Trending

Exit mobile version