تازه خبرونه
امریکا اوس هم د افغانانو د هوساینې مخنیوی کوي – رییس الوزرا
د اسلامي امارت ربییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند د اختر له لمانځه مخکې په خپلو خبرو کې پر افغانستان د بندیزونو پر دوام سخته نیوکه وکړه او وایي؛ امریکا اوس هم نه غواړي، چې د افغانستان خلک هوسا او ارام وي.
ملا محمد حسن اخند ويلي، چې که يووالى وي؛ نو د خلکو اقتصادي ستونزې به حل او کار زمينې هم ورته برابریږي.
هغه پر افغانستان بندیزونو ته په نغوته کې وویل: هغه دښمن، چې شل کاله یې له مونږ سره په دې هېواد کې جګړه وکړه؛ اوس هم نه غواړي، چې دغه مظلوم او ستړي خلک هوسا او د آرام ساه واخلي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د نورو هېوادونو د پانګونې مخه هم نیسي.
ملا محمد حسن آخوند ویلي: امریکا نه غواړي د مسلمانانو شتمني آزاده شي او نه به نورو ته اجازه ورکړي، چې په دې هیواد کې پانګونه او له دې مظلومو خلکو سره مرسته وکړي، چې اقتصادي وضعیت یې لږ ښه شي.
ملا محمد حسن آخوند د دولت پر وسلوالو مخالفانو هم غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې ترلاسه کړي.
هغه مخالفانو ته وویل: تاسې ولې دا دنیا او آخرت خرابوئ؟ د څه لپاره؟ تاسې څه غواړۍ؟ تاسې د څه لپاره جګړه کوئ؟ آیا اسلام او شریعت او امنیت غواړئ؟
د یادونې ده، چې د افغانستان په لویو ښارونو کې خلکو له کومې امنیتي پېښې پرته د اختر لمونځ ادا کړ.
