تازه خبرونه
امریکا او ازبکستان د افغانستان د پخواني پوځ د الوتکو په اړه هوکړې ته ورسېدل
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي: له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله مونږ ته د منلو وړ نده.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی، چې د نوې هوکړې له مخې؛ د افغانستان د پخواني پوځ ۴۶ الوتکې او چورلکې به د ازبکستان د حکومت په واک کې پاتې شي.
له تېرو درې کلونو راپدېخوا ازبکستان او تاجکستان له امریکا سره په داسې حال کې د دې پوځي تجهیزاتو د مالکیت د ترلاسه کولو په اړه خبرې اترې لرلې، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد له هغو هېوادونو څخه، چې د دې هېواد الوتکې په کې دي بېرته ستنول وغوښتل.
د ازبککین خبری سرچینې د راپور له مخې: په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هنیک روانه اوونۍ یوې پوښتنې ته د ځواب پر مهال، چې؛ آیا دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې شی ویلي: دغه پوځی تجهیزات به په ازبکستان کې پاتې شی او په دې اړه رسمي هوکړه شوې ده.
هغه زياته کړې: دا نقلیه وسایل د افغانانو نه ول، بلکې د امريکا دي؛ افغان پوځ یوازې له هغوی څخه کار اخیستی، خو مونږ تل د هغوی مالکان وو.
د افغانستان چارسمبالي حکومت په ازبکستان کې د امریکا د سفیر دې نویو څرګندونو ته غبرګون څرګند کړ او وایي، چې په بهر کې د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه معامله د منلو نده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي: له ازبکستان سره د افغان چورلکو او الوتکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله مونږ ته د منلو وړ نده.
ملي دفاع وزارت د ازبکستان له حکومت څخه هیله کړې، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره سم تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي؛ ځکه، چې امریکا د افغانستان د خلکو د شتمنیو د خوړلو او ضبطولو حق نلري.
د ازبکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ اعلان وکړ، چې د افغانستان د وسلهوالو ځواکونو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د ازبکستان هوايي حریم ته ننوتلي دي.
ویل کیږي، چې درې کاله مخکې په دې چورلکو او الوتکو کې د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي او پوځیان هغه مهال له افغانستان څخه ووتل، چې اسلامي امارت یو ځل بیا په کابل کې واکمن شو.