تازه خبرونه

امریکا او اسلامي امارت په دوحه کې د بشري ناورین پر مخنیوی خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په مشرۍ د امریکا یوه پلاوي د دوشنبې او سې شنبې پر ورځو په قطر کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوړپوړیو استازیو سره خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دواړو لوریو په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالې ټولنې د غبرګونونو په اړه خبرې وکړې او امریکایي پلاوي ژمنه وکړه، چې د وضعیت د حل لپاره به د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ روان وساتي.

د بهرنیو چارو وزارت امریکايي چارواکو ویلي؛ دوی له بشري حقونو څخه د سرغړونو د تورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو( اسلامي امارت) یې وغوښتل، چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي او د عمومي بښنې پالیسي پلي، ده یو ټولګډونه او استازي حکومت د جوړولو لپاره نور ګامونه هم پورته کړي.

دغه راز امریکا د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې د ټول هېواد په کچه د ښځو او نجونو لپاره په ټولو کچو کې ښوونې او روزنې ته د لاسرسي چمتو کولو ژمنې پلي کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: طالبانو( اسلامي امارت) تعلیم ته د بشپړ لاسرسي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ښکېلتیا لپاره د تعامل دریځ څرګند کړ او په ښوونځیو کې یې د ټولو کچو د ښځو او نجونو له شاملولو له هڅو هرکلی کوي.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د امریکا په پلاوي کې د استخباراتو، خزانې وزارت او د امریکا د نړیوالې مرستندویه ادارې  یو اس ای آی ډي په ګډون یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود.

دغه راز د دوحې د نوي پړاو په خبرو کې امریکا ویلي؛ واشنګټن په افغانستان کې خپلو لومړیتوبونو ته د لاسرسي په هڅه کې دی.

د اسلامي امارت پلاوي له امریکايي چارواکو سره له خبرو مخکې د اروپايي ټولنې له استازیو سره دوه ورځنۍ خبرې درلودې، چې له افغانستان سره د بشري مرستو، بشري حقونو په ځانګړي توګه نجونو او ښځو ته د کاري او تحصیلي فرصتونو برابرول، د ټولګډونه دولت جوړول او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفترونو پر پرانیستلو ورټولې وې.

د یادونې ده، چې د دوحې د اسلامي امارت او امریکا استازیو د دوه ورځنۍ ناستې په اړه د افغانستان اسلامي امارت ویلي، چې دواړو خواوو د خپلو لومړیتوبونو د نوملړ په اړه بشپړې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version