تازه خبرونه
امریکا او اوکراین د کاني توکو په اړه هوکړې ته ورسېدل
د یادې رسنۍ راپور د سېشنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) له هغې وروسته خپور شو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل؛ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نیت لري، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د تړون د لاسلیک لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
رویټرز خبري سرچینې له باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې امریکا او اوکراین د یوې داسې هوکړې پر مسوده هوکړه کړې، چې له مخې به یې واشنګټن د کیف د ملاتړ په بدل کې د اوکراین طبیعي سرچینو ته لاسرسی ومومي.
د یادې رسنۍ راپور د سېشنبې پر ورځ ( د کب اوومه ) له هغې وروسته خپور شو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل؛ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نیت لري، چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د تړون د لاسلیک لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
د دوه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ واشنګټن ته به د زیلینسکي سفر د جمعې پر ورځ( د کب لسمه) د دواړو هېوادونو د مشرانو له نیوکو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.
ډونالډ ټرمپ، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ژر پای ته رسولو هڅه کوي ویلي، چې که د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه وشي؛ نو اړینه ده، چې په یو ډول په اوکراین کې سولهساتي ځواکونه ځای پر ځای شي؛ خو مسکو د سولهساتو ځواکونو په توګه د ناټو ځواکونو د ځای پر ځای کولو سره مخالفت کړی دی.
د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ بېړه دا اندېښنې راپورته کړي، چې امریکا ممکن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته امتیازات ورکړي. دا کار به د اوکراین او اروپا له امنیت سره په ټکر کې وي او شونې ده، چې ورسره ژیوپولیټیک لید بدل شي.
رویټرز لیکلي، چې اوس هم روښانه نده، چې آیا اوکراین له امریکا څخه د امنیتي تضمینونو د ترلاسه کولو توان لري او که نه؟ یا دا، چې د خپلو معدني سرچینو په بدل کې به له واشنګټن څخه ډېرې پوځي مرستې ترلاسه کړي؟
یوې سرچینې، چې له اړوند موضوع خبر دي رویټرز ته ویلي؛ د کیف او واشنګټن ترمنځ اوکراین ته د نورو وسلو مرستې لیږلو په اړه بحثونه اوس هم روان دي او کومې پایلې ته ندي رسیدلي.
ټرمپ تېره اوونۍ زیلینسکي د یو نامشروع دیکتاتور نوم ورکړ، چې یا باید ژر تر ژره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې معاملې ته غاړه کېدي یا خپل هېواد له لاسه ورکړي. زیلینسکي هم ویلي وه، چې د امریکا ولسمشر د روسیې د ناسمو معلوماتو بلبل شوی دی.
دغه راز یوې سرچینې د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې سپینې ماڼۍ زیلینسکي ته د سفر وړاندیز کړی او د دواړو هېوادونو چارواکو د هوکړې له مسودې سره هوکړه کړې او غواړي، چې لاسلیک یې کړي.
ټرمپ غواړي، چې اوکراین هغه سلګونه میلیارډ ډالر مرسته بېرته ورکړي، چې د جو بایډن ادارې کیف ته ورکړې ده او دا تړون کولی شي د اوکراین بډایه کانونو ته د امریکا د لاسرسي زمینه برابره کړي.
یوې بلې سرچینې ویلي، چې زیلینسکي به واشنګټن ته د خپل سفر په بهیر کې د امریکا د کانګرس له استازو سره وګوري؛ خو دا مهالوېش ممکن بدلون ومومي.
زیلینسکي د کاني توکو د تړون د پخوانۍ مسودې له لاسلیک کولو انکار کړی و.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې، چې اوکراین به د کاني توکو د تړون په بدل کې څه ترلاسه کړي؛ وویل، چې امریکا تر اوسه پورې کیف ته د پوځي تجهیزاتو په ګډون ۳۵۰ میلیارډ ډالر مرسته ورکړې ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا به څومره وخت اوکراین ته پوځي وسلې ورکوي وویل: “دا ممکن د یو څه وخت لپاره یا شاید تر هغه وخته پورې دوام وکړي، چې مونږ له روسیې سره هوکړه وکړو.”
اوکراین له هغو ۳۴ کاني توکو څخه ۲۲ یې لري، چې اروپايي ټولنه یې اړین ګڼي. په دې زیرمو کې صنعتي او ودانیز توکي، قیمتي اوسپنیز فلزات او ځینې نادره ځمکني عناصر شامل دي.
د اوکراین د ګرافیټ زیرمې هم د نړۍ د اکمالاتو ۲۰ سلنه جوړوي؛ دا هغه توکي دي، چې د برښنایي موټرو بیټریو او اټومي ریکټورونو په جوړولو کې مهم عنصر دی.
