سیمه ییز خبرونه
امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نهده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.
آکسوس د دوه امریکایي چارواکو او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ سپینه ماڼۍ باور لري: له ایران سره د یو«یو مخیزهوکړهلیک» لپاره، چې د جګړې پای ته رسولو او د پراخو اټومي خبرو د چوکاټ جوړولو لپاره وي، ډېره نږدې شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نهده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.
د ارزول شویو بندونو له مخې؛ په دې هوکړه لیک کې څو اړین ټکي شته دي: ایران به د یورانیمو د غني کولو لنډمهالی ځنډ ومني، په بدل کې به امریکا بندیزونه لرې کړي او د ایران میلیارډونه کنګل شوې شتمنۍ به آزاده کړي. دغه راز دواړه لوري به په هرموز تنګي کې پر تګ راتګ محدودیتونه راکم کړي.
آکسوس راپور ورکړی، چې دا ۱۴ مادې لرونکی هوکړه لیک د امریکا د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر او د ایران د چارواکو ترمنځ د مستقیمو خبرو او منځګړو له لارې د وروستي کېدا په حال کې ده.
که دا هوکړه وروستۍ شي؛ نو دا سند به په سیمه کې د جګړې پای اعلان کړي او د ۳۰ ورځو تفصیلي خبرو پیل به وکړي، چې موخه یې د یوې پراخې هوکړې رامنځته کول دي. له دې هوکړې سره به د هرمز تنګي بیا پرانیستل شي، د ایران اټومي پروګرام به محدود شي او د امریکا لګېدلي بندیزون به لرې شي.
د دې طرحې له مخې؛ په دې ۳۰ ورځو کې به د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو محدودیتونه او د امریکا سمندري محدودیتونه په تدریجي ډول کم شي.
یوه امریکایي چارواکي آکسوس ته ویلي، چې که خبرې ناکامې شي؛ امریکایي ځواکونه کولی شي بیا محاصره یا پوځي عملیات پیل کړي.
دغه راز ایران ویلي؛ یوازې هغه وخت به د سولې هوکړه ومني، چې «عادلانه» وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره درې ورځني سمندري عملیات درولي، چې د راپورونو له مخې د یو میاشتني اوربند پر رامنځته کېدا یې فشار راوستی.
رویټرز راپور ورکړی، چې د دغو معلوماتو خپلواک تائید نهشي کېدی او سپینهماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د راپور تر خپرېدنې په دې اړه څه نهوایي.
د دغه راپور له خپرېدو وروسته د امریکا مالي بازارونو هم مثبت غبرګون ښودلی او د ونډوبازار شاخصونو لوړوالی موندلی دی.