تازه خبرونه

امریکا او بریتانیا په هلمند کې خپلې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼه وایي، بریتانیا او امریکا په هلمند کې څلور ځانگړې عملیاتي ډلې ځای په ځای کړي دي او تر څنگ یې له افغان محاربوي ځواکونو مستقیم ملاتړ هم ښکاره کړی دی.

طالبانو په دې ستراتیژیک ولایت کې د څلور ولسوالیو کنترول په لاس کې اخیستی دی.

وال ستریت ژورنال ورځپاڼه په ډاگه کوي، چې تېر کال په هلمند کې شاوخوا دوه زره افغان ځواکونو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

ناتو وایِ، د مرکز لښکر د سقوط مخنیوی د جنرال جان کمپبل یو مهم لومړیتوب دی.

د امریکایی ځانگړیو ځواکونو یوه ویاند هم تائید کړې، چې په هلمند کې د بریتانیا او امریکا څلور ځانگړې عملیاتي ډلې ځای په ځای شوي، چې موخه یې د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ پیاوړتیا ده.

Trending

Exit mobile version