تازه خبرونه

امریکا او ترکیې په افغانستان کې پر ګډو همکاریو هوکړه وکړه

Published

on

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې ده له خپل امریکایي سیال سره په افغانستان کې د ګډو همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده.

د اناتولی خبري آژانس نن سې شنبه د لړم ۱۱ څرګنده کړه، چې اردوغان د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایدن سره خبرې کړي دي.

اردوغان په یو خبري کنفرانس کې خبریالانو ته څرګنده کړې؛ له بایډن سره یې نه یوازې په افغانستان کې پر ګډو همکاریو خبرې کړي، بلکې له سوریې، لیبیا او مدیترانې سره هم د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.

اردوغان زیاته کړې، چې ترکیه او د ناټو متحدین به په ګډه د ترهګرو ډلو پر ضد د پولې په اوږدو کې ګډ عملیات تر سره کړي.

نوموړي دغه راز د ترکيې لخوا د کرونا واکسين له جوړولو هم خبر ورکړ او وایي، چې ډېر ژر به دغه واکسين له نړۍ سره شريک شي.

د جي ۲۰ سرمشریزه د یکشنبې پر ورځ (د لړم ۹) په ایټالیا کې جوړه شوې وه.

ــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ.

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version