تازه خبرونه
امریکا او د مرکزي آسیا پېنځه هېوادونوله افغانستان څخه گډ ملاتړ اعلام کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا او مرکزي آسیا پېنځه هېوادونو په یوه گډه خبرپاڼه کې له یو پرمختللي، خپلواک او سوله ییز افغانستان څخه د ملاتړ اعلام کړی دی.
همدارنگه دوی ویلي، چې یو سوله ییز افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات له پاره هم د ټینگار وړ هېواد دی.
دغه راز دغو هېوادونو د پوله ییزو گواښونو او د ترهگرۍ د مخنیوي په اړه د چټکو همکاریو او مبارزې د پراخولو ډاډ ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپل سفر کې د دغو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې بنسټیزې آزادۍ دې پراخه کړي.