تازه خبرونه

امریکا او روسیه په سوریه کې د اوربند هوکړې ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکا او روسیې هوکړه وکړه،چې په سوریه کې اوربند وشي او په دېډول د سولې بهیر ته لار اواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په جینوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لهاوږدو خبرو وروسته وویل که،د ټولو خواوو له لورياوربند ومنلشي؛په سوریه کې به شخړې ودرېږي.

د جان کري په وینا؛که دا اوربند یوه اوونۍ دوام وکړي، امریکا او روسیه به د القاعده شبکې د ملاتړيالنصره او داعش پرضد یوځای پوځي عملیات وکړي.

جان کري زیاته کړې؛امریکا او روسیه د داسې پلان اعلان کوي،چې موږ په سوریه کې دشخړوراکمولو ته هیله من کوي.

د هغه په وینا؛ اوربند به وشي او د سولې او سیاسي انتقالي دورې لپاره به خبرو ته لاره اواره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل؛موږ په دې باور یو،چې روسیه کولی شي د بشار الاسد پر رژیم فشار راولي او روانېشخړې ودریږي او اړوند اړخونه د سولې خبرو ته حاضر شي.

اوربند به د دوشنبې له ورځې،چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده؛په سیمه ییز وخت له لمر لویدو سره پیل شي. 

Trending

Exit mobile version