تازه خبرونه
امریکا او قطر د افغانستان په اړه وغږېدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ټویټ کړی، چې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره یې پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۱) له افغانستان څخه د امریکايي وګړیو په ایستلو کې د دوحې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
انټوني بلینکن له افغانستان څخه د امریکایي وګړیو، د دایمي شنه کارت لرونکیو د خوندي ایستلو په اړه د قطر له هڅو ستاینه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د امریکا او قطر د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ له خبرو اترو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکايي وګړیو، دایمي اوسیدونکیو (شنه کارتونو لرونکیو) او تر خطر لاندې افغانانو دایستلو په اړه د قطر د هڅو ستاینه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت او د ایران په ګډون پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو هم خبرې کړې دي.