نړۍ

امریکا او متحدینو یې خپلو وګړیو ته له اوکراینه د وتلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۰)

امریکا او متحدینو یې د شنبې پر ورځ له خپلو وګړیو وغوښتل، چې د روسیې د احتمالي هوایي او ځمکني بریدونو د ځاني زیانونو د مخنیوي لپاره سمدستي له اوکراین څخه ووځي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ مسکو لویدیځ هېوادونه تورن کړي، چې له خپلو تېري کوونکیو کړنو او هڅو څخه د پام اړولو لپاره دروغ خپروي.

روسیې د اوکراین پر پوله له سل زره ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي؛ خو پر اوکراین د برید پلان یې رد کړی دی.

امریکایي چارواکو په داسې حال کې، چې د ډیپلوماسۍ لپاره یې فشار رامنځته کړی څرګندوي؛ روسیه ممکن د فبرورۍ پر شلمه د ژمني المپیک له پای ته رسیدو مخکې برید وکړي او شونې ده، چې د پلازمېنې کیف او نورو ښارونو د نیولو هڅې وکړي.

آسټرالیا او نیوزیلینډ وروستي هېوادونه دي، چې له خپلو وګړیو څخه یې وغوښتل، چې ژر تر ژره له اوکرین څخه ووځي او په دې توګه له انګلستان، جاپان، لاتویا ، ناروې او هالینډ سره یوځای شول.

رویټرز راپور ورکړی، چې اسرائیلو ویلي؛ دوی د سفارت د کارمندانو خپلوان وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې پر ورځ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د اوکراین پر حالاتو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version