تازه خبرونه

امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د بېخبناوو د بیارغونې مسوولیتونه ومني – پوتین

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې پر ورځ ویلي؛ امریکا او متحدین یې باید د افغانستان له جګړې وروسته د بیارغونې اصلي مسوولیتونه پر غاړه واخلي.

د روسیې ولسمشر له خپل ترکمن سیال سره د خبرو پر وخت څرګنده کړې؛ روسیه چمتو ده، چې د مسکو په فارمټ کې له خپلو بهرنیو شریکانو لکه امریکا، چین، پاکستان، ایران او هند سره په افغانستان کې د بیارغونې او د بېخبناوو د جوړولو په برخه کې کار وکړي.

پوتین ویلي، چې هېواد یې په سیمه ییزو لوژستیکي بېخبنایي پروژو کې د افغانستان د شاملولو لپاره کار کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي: مونږ چمتو یوو، چې د افغانستان له جګړې وروسته د بیارغونې په برخه کې د مسکو او د منځنۍ آسیا د پطنځ جمهوریتونو په فارمټ یا چوکاټ کې د امریکا، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون له ترکمنستان او خپلو نورو شریکانو سره ګډ کار روان وساتو او په سیمه ییزو بېخبناوو او لوژیستیکي پروژو کې د افغانستان پیوستون ته وده ورکړو.

ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې هېواد یې دا مهال د امریکا او ناټو له ملاتړيو اوکرایني ځواکونو سره په بشپړه جګړه بوخت دی.

هغه له امریکا غواړي، چې د افغانستان په بیا رغونه کې زیات رول ولوبوي؛ ځکه، چې د پوتین په اند امریکا او متحدین یې د اوسني افغانستان د ویجاړیو مسوول دي.

په همدې وخت کې د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمېټه د افغانستان لپاره د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو ستراتیژۍ د بیا کتنې یوه غونډه کوي. غونډه به د سې شنبې پر ورځ جوړه شي، چې د امریکا شپږ جګپوړي پوځي او سیاسي چارواکي به په کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکې تګلارې او د افغانستان له نویو واکمنانو سره د اړیکو د څرنګوالي په ګډون پر مهمو مسایلو هم خبرې وشي.

دغه راز به په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی سفیر جان باس، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال براین مک، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی توماس ویسټ هم برخه واخلي.

Trending

Exit mobile version