نړۍ

امریکا او ملګرو ملتونو د غزې په جنوب کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

Published

on

اسرائیلي ځواکونو د غزې په سویل کې پر هوايي او ځمکنیو پراخو بریدونو لسګونه فلسطینیانو ته مرګ او ژوبله اړولې. په داسې حال کې، چې امریکا او ملګرو ملتونو له دوی څخه د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

رویترز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو نږدې متحدې امریکا ویلي، چې اسرائیل دې د غزې په جنوب کې هغه څه نه تکراوي، چې په شمال کې رامنځته شوي دي. دوی باید د پرلخو ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

د غزې د جنوبي سیمې اوسیدونکو او ژورنالیستانو ویلي، چې دا ګڼ‌نفوسه ساحلي سیمه د اسرائیلو له سختو هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې ده او اسراظیلو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې ځانونو ته دې د سرپناه په لټه کې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له اسرائیلو غوښتي، چې په غزه کې دې ناوړه بشري وضعیت نور نه‌خرابوي او ملکي وګړي باید له نورو کړاوونو وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: عمومي منشي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له بیا پیلېدو ډېر اندېښمن دی … هغو خلکو ته، چې له سیمې څخه د وتلو امر شوی؛ د تګ لپاره بل هیڅ خوندي ځای نه‌شته او د ژوندي پاتې کیدو لپاره بله لار نه‌لري.

اسرائیلو د نومبر په میاشت کې د غزې شمالي نیمه برخه ونیوله او کله، چې د جمعې پر ورځ د یوې اوونۍ اوربند مات شو؛ دوی ځانونه د غزې سویلي برخې ته چټک ورسول.

د حماس د اسلامي جهاد وسله‌والې څانګې ویلي، چې د غزې د مرکزي جنوبي ښار خان یونس په شمال او ختیځ کې د دوی جنګیالیو له اسرائیلي پوځیانو سره سختې نښتې کړې دي.

د غزې اوسیدونکو ویلي، چې اسرائیلي ټانکونه د غزې له پولې تېر شوي او د شمال او سویل لویه لار یې پرې کړې ده.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د خان یونس شمال ته د وتلو مرکزي سړک د جګړې ډګر دی او اوس تړل شوی دی.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNRWA) رییس فیلیپ لازارینی ویلي؛ د اسرائیلو د پوځي عملیاتو بیا پیل د تېرو اوونیو راپدیخوا وحشتونه تکراروي، چې ورسره خلک بې ځایه شوي، په روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې او د بشري عملیات له خنډونو سره مخ دي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن تمه لري، چې اسرائیل به په غزه کې د بې بریده سیمو په توګه پېژندل شوي؛ له بریدونو ډډه وکړي.

هغه ویلي؛ امریکا له اسرائیلو سره په دې اړه خبرې کړي، چې له حماس سره جګړه څومره دوام وکړي، خو هغه د دې مهال وېش له شریکولو ډډه وکړه.

یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي ویلي: مونږ دا جګړه نه‌ده پیل کړې. مونږ د ملکي تلفاتو په اړه خواشیني یوو؛ خو کله، چې تاسې غواړئ له شر سره مخ شئ باید عملیات وکړئ.

د اسرائیلو د څرګندونو له مخې د حماس وسله‌والو د اوکتوبر پر ۷ د برید پر مهال ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، دا د اسرائیلو په ۷۵ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

Trending

Exit mobile version