تازه خبرونه
امریکا باید د حزب اسلامي او حکومت له خبرو ملاتړ وکړي- کریم
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی وايي، که امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اترو ملاتړ ونه کړي، دا خبرې به له ستونزو سره مخ شي.
د حزب اسلامي د پلاوي غړي محمدامین کریم رسنیو ته وویل هیله ده، چې امریکا په دې برخه کې خپل دریځ څرګند کړي.
د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي پلاوی وايي، امریکا باید د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرو په اړه خپل دریځ روښانه او له دې مذاکراتو ملاتړ وکړي.
کریم زیاته کړې؛ که بهرني هېوادونه او په تېره امریکا د افغانستان او حزب اسلامي ترمنځ له روانو مذاکراتو ملاتړ ونه کړي، د سولې روانې خبرې به نتیجه ورنه کړي.