تازه خبرونه

امریکا باید د خپلو تېرو کړنو حساب ورکړي- اسلامي امارت

Published

on

 د افغانستان اسلامي امارت د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید غندلی، چې په کابل کې یې د یوې کورنې ۱۰ ملکي افغانان وژلي او څرګندوي، چې امریکا باید د تېرو وژنو او ظلمونو مسوولیت پر غاړه واخلي.

امریکا د اګست پر ۲۹ مه د کابل په ۱۵ ناحیه کې د استوګنې پر یوه کور هوایي برید وکړ؛ خو هغه مهال یې ویل، چې د داعش غړي یې وژلي او اوس یې منلې، چې دا یوه تېروتنه وه.

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد چینایي رسنیو ته ویلي: دا یوازې یو برید ندی، چې دوی ترسره کړی؛ دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان ملکي خلک وژلي دي.

مجاهد زیاته کړې: دوی پر ځلونو د ملکي خلکو پر کورونو بریدونه کړي او د دوی وروستي برید د یوې کورنۍ  ۱۰ غړي وژلي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې امریکا باید د خپلو دغو کړنو حساب ورکوونکی وي.

مجاهد وایي؛ امریکا باید د خپلو تېرو کړنو حساب ورکوونکی وي او له افغانانو سره د وژنو او ظلمونو د جبران لپاره کار وکړي.

دغه راز اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له ماموریت غزونې هرکلی کړی دی.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: مونږ د یوناما د فعالیتونو د پراخیدو په اړه خوښ یو؛ ځکه د ملګرو ملتونو یو بنسټ او یوه نړیواله اداره ده. افغانستان باید د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې وي او نړۍ باید له مونږ سره پاتې شي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.

مجاهد دا هم ویلي، چې: ټاکل شوې، چې نړیواله ټولنه له مونږ سره ښې اړیکې ولري. مونږ اوس هم د ملي ګټو په چوکاټ کې له نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړو. مونږ له یوناما سره بشري مرستې همغږې کوو. مونږ دغه راز د بشري حقونو په برخه کې له یوناما سره همغږي روانهساتو.

هغه وایي؛ مونږ له هغوی څخه غواړو، چې نه یوازې خپل ماموریت وغزوي، بلکې له افغانانو سره کار او مرسته هم وکړي، چې خپل غږ پورته کړي. ملګري ملتونه باید له افغانانو سره مثبت سیاسي رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د شپږ میاشتو لپاره وغزاوه.

Trending

Exit mobile version