نړۍ

امریکا باید د مستقیمو خبرو لپاره ښه نیت څرګند کړي – ایران

Published

on

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د امریکا د سیاسي پرېکړې په پایله کې نه یوازې د بندیانو تبادله شونې ده، بلکې د ۲۰۱۵ کال د اټمي هوکړې پر سر خبرې هم ژر بریالۍ کېدی شي.

رویټرز د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د اټمي تړون پر سر له پرلپسې اوږدو نامستقیمو خبرو اترو وروسته په ویانا کې د امریکا او ایران تر منځ یوه هوکړه د رامنځته کېدو په حال کې ده.

 رویټرز راپور ورکړی، چې د دغې هوکړې مسوده د سویلي کوریا په بانکونو کې د میلیارډونو ایرانيو پیسو آزادېدو او په ایران کې د لویدیځو بندیانو خوشې کولو ته هم نغوته لري.

حسین امیرعبداللهیان د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یوې غونډې ته ویلي: مونږ باور لرو، چې د بندیانو تبادله یوه بشري مسله ده … له اټومي تړون سره تړاو نلري … مونږ کولی شو دا سمدستي ترسره کړو.

رابرټ میلي، چې په ویانا کې له ایران سره د امریکا د نامستقیم خبرو مشري کوي وړاندیز وکړ، چې د اټومي تړون خوندي کول وخت غواړي؛ خو که تهران څلور امریکایي وګړي خوشې کړي او واشنګټن یې  یرغمل نیولي ومني.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کلونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو لسګونه بهرنیان او د دوه ګوني پېژندنې لرونکي وګړي د جاسوسۍ پر تورونو نیولي دي. لکه څرنګه، چې حقوقي هڅاندو ادعا کړې؛ تهران د ډیپلوماټیکې ګټې ترلاسه کولو لپاره د بندیانو سپارل ردوي.

پخوا هم ایران په امریکا کې د لسګونه ایرانیانو ( اووه ایراني-امریکایي د دوه ګوني تابعیت، دوه ایرانیان د دایمي استوګنې لرونکي او څلور ایراني وګړي، چې په امریکا کې قانوني حیثیت نلري) د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

رویټرز راپور ورکړی، چې ډیري یې د ایران پر وړاندې د امریکا له بندیزونو څخه د سرغړونې پر تور زنداني شوي دي.

کله، چې وپوښتل شول؛ آایا تهران له واشنګټن سره مستقیمو خبرو ته چمتو دی، نو امیرعبداللهیان دا موضوع رد نکړه.

هغه څرګنده کړه: هغوی د مستقیمو غونډو غوښتنه کړې … که د واشنګټن اراده رښتینې وي؛ نو دوی باید په بهر کې د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کولو په اړه ښه نیت څرګند او په دې اړه د پام وړ ګامونه پورته کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د خوندي کولو په اړه د لس میاشتو خبرو اترو وروسته، یوه اختلافي ټکی د تضمین غوښتنه ده، چې په راتلونکي کې به امریکا نور بندیزونه نه لګوي.

یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي، چې ایران د ذاتي تضمینونو له غوښتنې سره انعطاف ښودلی؛ خو د ولسمشر جوبایډن لپاره ناممکنه ده، چې هغه قانوني تضمین چمتو کړي، چې ایران یې غوښتنه کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي: که د ویانا خبرې ناکامه شي، غربي واکمن به یې مسوول وي؛ ځکه، چې مونږ د غوره هوکړې غوښتونکي یوو.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اټومي هوکړې څخه د ملاتړ لپاره د امریکا د مشرانو جرګې او ولسي جرګې ګډه اعلامیه د سیاسي ضمانت په توګه هم مني.

Trending

Exit mobile version