تازه خبرونه

امریکا باید طالبانو ته له بریالیتوبه تېره نشي – د کنګرې راپور

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۳۹۹)

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له مخې، واشنګټن باید په درې میاشتو کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ خو یو تازه راپور څرګنده کړې، چې که امریکایي ځواکونه په اوس وخت کې له افغانستان ووځي، کورنۍ جګړې به پیل، سیمه بې ثباته او القاعده به بیا فعاله شي.

 دا راپور د امریکا د کانګریس د سپارښتنې له مخې د افغانستان د مطالعه نومې ډلې چمتو کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې امریکا باید طالبانو ته بریالیتوب دوه لاسي وړاندې نکړي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې امریکا باید د خپلو ځواکونو د ویستو خبره د سولې په خبرو کې له پرمختګ او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي له کمي سره غوټه او تړاو ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نټ پرایس ویلي: مونږ دا مهال له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د ارزونې په حال کې یو، چې پر کومو مسایلو خبرې شوي دي. دا بیا کتنه هغه ارزونه را نغاړي، چې طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرېکون تر کومه بریده پلی کړی، تاوتریخوالی باید کم کړي او له افغان دولت سره په (معنا لرونکیو خبرو) کې برخه واخلي.

د امریکا پر پخواني ولسمشر؛  ځکه نیوکې شوي، چې طالبانو ته یې ډېر امتیاز ورکړی دی.

د ناټو سرمنشي ویلي؛ په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتو پرېکړه به دوی ته ستونزمنه وي؛ ځکه په باور یې که بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د تېرو کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ووځي او د سولې بهیر به هم له خطر سره مخ شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي: که د پاتې کېدو لپاره پرېکړه وکړو، په ډاډ سره به مونږ په افغانستان کې سختو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړو او د ناټو ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر ډېروو.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو لپاره د ټاکل شوې نېټې غزول به د کارپوهانو د څرګندونو له مخې د افغانستان په تړاو د امریکا نوي ولسمشر ته ښه فرصت برابر کړي، چې د دې هېواد په اړه خپل سیاست په سمه توګه تر بیا کتنې لاندې راولي.

 په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان ډیویډ پیټرویس ویلي؛ که معلومه شي، چې مونږ د جګړې په میدان کې د افغان ځواکونو د سلا مشورې لپاره کم ځواکونه پریښي او که د جګړې فصل تر دوه میاشتو پورې له سره پیل شي؛  نو تاسې به د افغان ځواکونو دړې وړې کېدلو لیدونکي ووسئ.

د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز جوزف ډنفورډ په یوې انلاین ناسته کې د دې راپو جزئیات د افغان دولت د سولې له مرکچي پلاوي سره هم شریک کړي دي.

Trending

Exit mobile version