تازه خبرونه

امریکا به بیا خپل سرتېري افغانستان ته ونه لیږي – جاک سالیوان

Published

on

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، چې امریکا به بیا خپل سرتېري افغانستان ته ونه لیږي.

 

د امریکا د ملي امنیت شوری سلاکار له افغانستان څخه د پوځونو د خوندي ایستلو لپاره د نورو سرتېرو د رالیږلو وروسته ویلي، چې امریکا به بیا افغانستان ته سرتېري ونلیږي او له دې هېواد سره به یوازې سفارتي اړیکي وپالي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شوری سلاکار جک سالیوان وایي: مونږ باید یوازې پر افغانستان د تمرکز پر ځای یو شمېر نورو هېوادونو ته، چې د القاعدې او داعش له ګواښ سره مخ دی پام راواړوو. په افغانستان کې له سفارت پرته به هیڅ ډول پوځي حضور ونلرو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې خپل امکانات او سرتېري به له افغانستان څخه د القاعده، داعش او نورو ترهګرو ډلو د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره وګوماري.

 انټوني بیلنکن وايي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل له دې هېواد سره د اړیکو د پرې کولو معنا نلري او له فغانستان سره به بشري او مالي مرستې روانې ساتو.

نوموړي څرګنده کړې؛ مونږ په داسې وسایلو په افغانستان کې د ترهګرۍ خطرونه څارو، چې په بیړه کولی شو مخنیوی یې وکړو. مونږ به امکانات او سرتېري په کار واچوو او دا ډاډ به هم ترلاسه کړو، چې باالقوه ګواښ نه رامنځته کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هڅې هم کوي، چې د افغان سولې مذاکرات مثبتې پایلې ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version