سیمه ییز خبرونه
امریکا به د روان کال تر پایه افغانستان ته ۲۱۲ عرادې ذره پوشونه وسپاري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د افغانستان دفاع وزارت وایي؛ ټاکل شوې، چې امریکا به له افغانستان سره د روان دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه ۲۱۲ عرادې ذره پوشونه مرسته وکړي.
د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله خان تېره ورځ رسنیو ته په ډاگه کړه، چې د دغې مرستې تر سره کول د ملي ځواکونو د سمبالولو پرلوري یو گټور گام دی.
د ښاغلي جنرال عظیمي په وینا، تر اوسه د دغو ذره پوشونو ۴۰ عرادې افغانستان ته سپارل شوي او ملي اردو ته د دې وسایطو د کارولو روزنیز بهیر هم پیل شوی دی.