تازه خبرونه

امریکا به د سولې هوکړې له ارزونې وروسته له مونږ سره مشوره کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۶, ۱۳۹۹)

افغان ولسمشر اشرف غني د کابینې په غونډه کې ډاډ څرګند کړ؛ د امریکا او افغانستان د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو وروستیو ټیلیفوني خبرو وښوده، چې امریکا افغان دولت او پوځ خپل شریک ګڼي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه به د جوبایډن د ادارې لخوا و ارزول شي او د راتلونکیو ګامونو لپاره به له افغان دولت سره سلا مشوره وکړي.

 ولسمشر ويلي؛ امریکا او افغانستان کوښښ کوي، چې د اړیکو یوه ګډه نقشه رامنځته کړي.

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو پر ټپه ولاړ حالت افغانان سولې ته ناهیلي کړي.

سیاسي شنونکی واحد فقیر یار ويلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي ډېروالی او د حکومت د پوځي چمتوالي خبرداریو د سولې پر بهیر ناوړه اغېزه کړې ده.

په دوحه کې د خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو شل ورځې مخکې پیل شو؛ خو هیڅ ډول پرمختګ ندی شوی. د طالبانو لخوا د بریدونو ډيروالي او د حکومتي چارواکو د پوځي عملیاتو خبرداریو خلک اندېښمن کړي او وېره څرګندوي، چې دواړه خواوې سولې ته لیوالتیا نلري.

سیاسي شنونکي طارق فرهادي ویلي: د سولې لپاره پر ډېر زیار رامنځته شوې سیمه ییزه اجماع دوی له منځه وړي. زه فکر کوم، چې امریکا به حکومت او طالبانو ته ډېر ژر پرسوله د راڅرخېدلو نغوته وکړي.

طالبانو ته نږې سرچینې څرګندوي؛ څه، چې امریکا وغواړي هغه کیږي.  

پخواني طالب چارواکي سید اکبر آغا پدې اړه وايي:  که امریکایان په افغانستان کې جګړه وغواړي، جنګ به روان وي. تاسې ولیدل، چې حکومت بندیان نه خوشې کول؛ خو کله، چې ورته امریکایانو وویل خوشې یې کړل.  

ولسمشر محمد اشرف غني د مصالحې د عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره هم پدې اړه لیدلي او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي پر ډېروالي اندېښنه ښودلې.

غني او عبدالله ټینګار کړی، چې په افغانستان کې اوربند ته جدي اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جمهوریت پلوي پلاوي غړیو ویلي؛ افغانان باید خپل مسایل په خپلو کې حل کړي او پر نورو پورې یې ونه‌تړي او د افغان وژنې د روانې لړۍ مسؤولیت د هغه چا پرغاړه دی، چې د مذاکراتو د ځنډولو او د ناروا جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي.

Trending

Exit mobile version