تازه خبرونه

امریکا به له پاکستان سره پوځي مرسته ونه کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

 امریکایي چارواکي وایي، د امریکا دفاع وزیر کانګریس ته ویلي، چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې اقدام نه دی کړی؛ نو، ځکه به ۳۰۰ میلیون دالر هغه هېواد ته ورنکړشي.

دوه ګونې لوبه او خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو له پاره له ترهګرو څخه  د وسایلو په توګه ګټه هغه مساله ده، چې په تېره یوه لسیزه کې یې د اسلام آباد او واشنګتن اړیکې خړې کړې دي.

امریکایان اوس باور کوي، چې اسلام آباد د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې مبارزه نه کوي. په همدې خاطر د امریکا کانګریس د لومړي ځل له پاره  له پاکستان سره د درې سوه میلیون دالرو پوځي مرسته مشروطه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاندآدم استمپ وایي، دغه مرستې اوس د پاکستان دولت ته نه ورکول کیږي؛ په دې خاطر، چې د امریکا دفاع وزیر تر اوسه تائید کړې نه ده، چې پاکستان د  حقاني شبکې په وړاندې کافي اقدامات کړي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هغه هېواد د سفیرانو په غونډه کې منلې، چې د اندېښنې وړ ستونزې پاکستان کې شتون لري.

نواز شریف ویلي، زه هم غواړم د پاکستان شته ستونزې حل شي؛ نه دا، چې ستونزې نورې پیچلې شي. کوم موارد، چې پرې اندېښنې شتون لري، پاکستان به یې په اړه حتماً یو کار وکړي. پاکستان له نورو هیوادونو هم غواړي، چې د اسلام آباد اندېښنو ته رسیدګي وکړي.

داپه داسې حال کې ده، چې واشنګټن د جماعت الاحرار ډله د ترهګرو په تور نوملړ کې شامله کړې ده او پر دې ډلې یې بندیزونه لګولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جماعت الاحرار، چې له پاکستانيو طالبانو جلا شوې د  افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کې میشته ده، چې د وزارت د  ترهګرو په نوملړ کې شامله شوې ده.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ جماعت الاحرار د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمو کې  ګڼ بریدونه تر سره کړی دي، ملکیان، مذهبي لږکي، پوځیان او د قانون اجرا کوونکي یې هدف ګرځولي دي. دغې ډلې د روان کال د مارچ په میاشت کې د امریکا د کونسل ګرۍ دوه پاکستاني کارکوونکي وژلي او د لاهور د ګلشن اقبال پر پارک د حملې مسوول دي، چې له اویاوو زیات کسان په کې ووژل شول.

د امریکا د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له واشنګتن څخه زیاتې پوځي او لوژیستيکي مرستې خپلې کړي او له ۲۰۰۲ کال تر اوسه یې له واشنګتن څخه شاوخوا څوارلس میلیارد دالر تر لاسه کړي دي.

Trending

Exit mobile version