نړۍ

امریکا به پر اوکراین د روسیې برید ته پرېکنده ځواب ورکړي – جو بایډن

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۰)

سپینې ماڼۍ څرګنده کړې؛ ولسمشر جوبایډن پرون (یکشنبه د مرغومي ۱۳) خپل اوکرایني سیال ته ډاډ ورکړ، چې امریکا او متحدین به یې پر اوکراین د روسیې احتمالي برید ته پرېکنده ځواب ورکړي.

روسيې د اوکراين پولې ته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي، چې امريکايي چارواکي يې پر اوکراين د بريد شونتیا نوموي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي: ولسمشر بایډن څرګنده کړې، چې که روسیه پر اوکراین د یرغل اراده ولري، امریکا او متحدین به یې پرېکنده ځواب ورکړي.

له دې مخکې جو بایډن خبرداری ورکړی و، چې که روسي پوځیان اوکراین ته ننوځي؛ اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي؛ خو همهاله یې څرګنده کړې وه، چې دمګړۍ پوځي غوراوی نلري.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له اړوند خبرو وروسته ټویټ کړی، چې په اروپا کې د سولې دوام، د کړکیچ د زیاتېدو مخنیوی، اصلاحات او له ځان غوښتنې سره مبارزه د دوی د خبرو اترو غوره ټکي وه.

زیلینسکي زیاته کړې، چې اوکراین د امریکا له بې پرې ملاتړ هرکلی کوي.

ټاکل شوې د امریکا او روسیې لوړپوړي چارواکي د جنورۍ پر نهمه او لسمه په ژنیو کې سره وګوري او پر اړوند وضعیت خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version