تازه خبرونه

امریکا به په افغانستان کې د القاعدې له بیا راژوندي کیدو څارنه کوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې، چې امریکا کولی شي له نظامي شتون پرته د افغانستان پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو څارنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ټینګار کړی، چې هېواد به یې له پوځي شتون پرته په افغانستان کې د القاعده احتمالي بیا احیا وڅاري.

ساکي څرګنده کړې: مونږ باور لرو، چې د ترهګرۍ د ګواښ یا د جګړې په ډګر کې د دوامداره پوځي شتون پرته د القاعدې د بیا راپورته کیدو څارنه وکړو.

 له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم ویلي، چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې هڅې وکړي.

تېره چارشنبه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به د دې کال د می په لومړۍ نېټه پیل شي.

جو بایډن ویلي، چې د ځواکونو د وتلو بهیر به د سپټمبر پر یوولسمه، چې پر امریکا د برید شلمه کلیزه ده؛ بشپړ شي.

نوموړی وایي: اوس  هغه وخت رارسېدلی، چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او اوس هغه وخت دی، چې امریکايي سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي.

بایډن په ډاګه کړې؛ مونږ به په بیړه ونه وځو، بلکې زمونږ وتل به مسوولانه وي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان څخه سرتېري داسې نه وباسي، چې د نړۍ باور یې پر هېواد زیانمن شي.

جو بایډن څرګنده کړې، چې امریکا له موخې پرته جګړه نکوي، اوس مونږ خپلو موخو ته رسېدلي یو او روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېدو.

بایډن منلې: که مونږ د افغانستان په جګړه کې هر څومره لګښت وکړو او زیانونه وزغمو بیا هم یوه ورځ باید له دې هېواده ووځو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي؛ له دوحې ټړون سرغړونه به طالب جنګیالي د امریکا پر ضد د کړنو تر سره کولو ته وهڅوي، چې مسوولیت به یې بیا هم د امریکایانو پرغاړه وي.

Trending

Exit mobile version