تازه خبرونه
امریکا به په افغانستان کې د سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم راټیټ کړي
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د روان کال د نوامبر تر پایه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم راټیټ کړي.
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر فاکس نیوز ته په خبرو کې ویلي: مونږ به د نوامبر تر پایه د خپلو سرتېرو شمېر له ۵۰۰۰ هم لږ کړو.
ایسپر ویلي، چې پنټاګون باید کانګرس ته په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي او امریکا باید ډاډه ورکړي، چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ ترهګرې ډلې لخوا هم تر ګواښ لاندې نه راځي.
تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څرګنده کړې وه، چې هغه به د نومبر په ۳ د ولسمشریزو ټاکنو په بهیر کې د خپلو عسکرو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ کسانو ته ورسوي.
په تېرو شپږ میاشتو کې امریکا د خپلو عسکرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته راټیټ کړی او له پېنځه اډو وتلي دي.
د سرتېرو د شمېر راټیټیدل د طالبانو او امریکایانو تر منځ د دوحې د هوکړې له مخې تر سره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي چارواکو ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو دوه یم پړاو له حالاتو سره تړاو لري.