سیمه ییز خبرونه

امریکا تر راتلونکو لسو میاشتو پوری ۳۴ زره سرتېري له افغانستان څخه وباسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي، چې تر راتلونكو لسو مياشتو پورې له افغانستان څخه خپل څلور ديرش زره محاربوي سرتېري وباسي. بارك اوباما زياته كړې، چې په افغانستان كې د امريكا جنګي ماموريت د دوه زره څوارلسم كال تر پاېه، ختمېږي.

افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد په بهير كې د امريكا ولسمشر بارك اوباما ويلي، چې تر راتلونكو لسو مياشتو پورې به له افغانستان څخه څلور دېرش زره نور سرتېري هم را وباسي.

د امريكا ولسمشر په خپله كلنۍ وېنا كې ټينګار كړى، چې امريكايي سرتېري به په راتلونكي پسرلي كې خپل جنګې رول پاى ته ورسوي او افغان ځواكونه به د خپل هېواد امنيت ټينګوي.

همدا رنګه بارک اوباما وویل، د چهارشنبې په شپه ( د سلواغې ۲۵ ) زه اعلانوم، چې تر بل كال پورې به څلور دېرش زره نور سرتېري هم له افغانستان څخه خپلو كورونو ته را وګرځي. د سرتېرو د كمولو پروسه به دوام پېدا كړي او د راتلونكي كال تر پاېه به په افغانستان كې زمونږ جنګ هم پاى ته ورسېږي.

هغه ټينګار كړى، چې امريكايي ځواكونه به له افغان ځواكونو سره خپل حمايوي همکارۍ روانې وساتي.

نوموړی وویل، مونږ له افغان دولت سره په يوه توافق خبرې كوو، چې په دوو مسئلو به تمركز كېږي، يو دا، چې افغان پوځونه به روزو او سمبالوو تر څو يو ځل بيا افغانستان د ورانۍ كندې ته ونه لوېږي او بل دا، چې د القاعدې د غړو په لټون پسې به هڅې كوو.

هغه ټينګار كړى، چې د القاعدې او د هغې د ملاتړو پر ضد يې جګړه پاى ته نده رسېدلې.

دا په داسې حال كې ده، چې بارك اوبا د خپلې كلنۍ وېنا څخه مخكې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره هم د افغان پوځ په روزنه او سمبالولو په ويډيو كنفرانس كې  خبرې كړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي:

له افغان دولت سره په همغږۍ په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو شمېر كمېږي.

وېل كېږي همدا اوس شا و خوا شپږ شپېته زره امريكايي سرتېري په افغانستان كې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه كې ښكېل دي.

Trending

Exit mobile version