تازه خبرونه

امریکا تر نومبره د سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ پورې راټیټوي

Published

on

د امریکا ستر درستیز د چارشنبې پر شپه په ډاګه کړه، چې امریکا به په افغانستان کې د نومبر تر میاشتې د امریکایي سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي.

د امریکا ستر درستیز جنرال کنت مک کینزي تېره شپه له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي: مونږ په افغانستان کې د کمیدو په حال کې یو او د سرتېرو شمېر به مو په نومبر میاشت کې له مهالوېش سره سم ۴۵۰۰ ته راټیټ شي.

جنرال مک کنزي زیاته کړې؛ مونږ کولی شو، چې پر همدې شمېر هم خپل ماموریت روان وساتو. مونږ د خپل نیت له مخې نه غواړو پدې هېواد کې اشغال کوونکی ځواک وو، مونږ هلته ستراتیژیکې او حیاتي ګټې لرو او مونږ غواړو ډاډه شو، چې القاعده او داعش نور نشي کولی له هغه ځایه امریکا وګواښي.

دمګړۍ په افغانستان کې ۸۶۰۰ امریکایي سرتېري پراته دی او غواړي، چې شمېر یې ۴۰۰۰ ورسیږي.

جنرال مک کنزي تېره میاشت امریکا غږ ته ویلي وه، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې باید پیل شي او امریکا باید ډاډه شي، چې طالبان داعش او القاعده ډلو ته پناه نه ورکوي.

نوموړي د تېرې شپې په مرکه کې ویلي، چې طالبانو تر دې دمه ثابته کړې نده، چې له القاعده سره یې اړیکې پرې کوي او د افغان ځواکونو پر صد یې هم بریدونه روان ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version