تازه خبرونه

امریکا تر ګواښ لاندې افغان کارکوونکیو ته د ویزې ورکولو بهیر ګړندی کوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا به هغو افغانانو ته د ویزو د ورکولو بهیر ګړندي کړي، چې په افغانستان کې یې ‍د امریکا له حکومت سره ګډ کار کړی دی.

رویټرز څرګنده کړې؛ هغو افغانانو، چې له امریکایانو سره په تېرو ۲۰ کلونو کې کار کړی، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ژوند له له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دی.

د بایډن ادارې ويلي، چې دوی په کابل کې د ویزو ورکوونکیو شمېر دوه برابره او د امریکا د تابعیت او مهاجرت د ویزو د کتونکیو هغه درې برابره ډېر کړی دی.

د بایډن د ادارې یوه چارواکي رویټرز ته ویلي؛ امریکا په پام کې لري، چې په امریکا کې د ویزې د وړاندې کوونکیو مامورینو شمېر پېنځه چنده لوړ کړي.

سرچینې زیاته کړې؛ دا بدلونونه له تېرو څو میاشتو راپدیخوا رامنځته شوي او په تېرو ۶۰ ورځو کې یې د ورکړې بهیر د پخوا په پرتله دېر چټک شوی دی.

رویټرز په ډاګه کړې؛ امریکا په پام کې لري، چې افغانانو ته هره میاشت له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ پورې ویزې برابرې کړې؛ خو په تېرو درې میاشتو کې دې هېواد یوازې ۲۳۷ ویزې برابرې کړي دي.

رویټرز زیاته کړې، چې د امریکا حکومت پدې اړه له هغو قوانینو ملاتړ کوي، چې افغانان کولی شي د افغانستان پر ځای خپلې روغتیایي کتنې په امریکا کې بشپړې کړي.

امریکایي سناتوره پاتریک لیهي ویلي، چې دا بهیر باید نور هم چټک شي؛ ځکه شونې ده، چې تر برید لاندې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version