تازه خبرونه

امریکا ختیځې آسیا ته د جوبایډن د سفر په درشل کې شمالي کوریا وګواښله

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ ويلي؛ جنوبي کوریا او جاپان ته د ولسمشر جوبایډن د سفر پر مهال امریکا چمتو ده، چې د شمالي کوریا د هر راز شونې هڅې ځواب ووایي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون (چهارشنبه د غویی ۲۸) یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا داسې معلومات تر لاسه کړي، چې شمالي کوریا غواړي د امریکا د ولسمشر جو بایډن د سفر په درشل کې د خپلو لرې واټن ویشتونکیو توغندیو او اټومي وسلو تجربه ترسره کړي.

جیک سلیوان زیاته کړې؛ امریکا ختیځې آسیا ته د ولسمشر د سفر په بهیر کې د ورته پارونو د شونتیا په ګډونه د هرې پېښې د شنډولو لپاره ځوابي چمتووالی نیولی دی.

دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي، چې واشنګټن له سویلي کوریا او جاپان سره نږدې مشورې لري او د چین له لوړ پوړي ډیپلوماټ یانګ جیچیوف سره د ټیلیفوني اړیکې پرمهال یې ورسره د سهیلي کوریا د د شونې هڅې په اړه هم خبرې کړې دي.

ټاکل شوې، چې بایډن به په روانه اوونۍ کې خپل لومړنی آسیایي درې ورځنی سفر سیول ته پیل کړي او له یکشنبې څخه تر سې شنبې پورې به جاپان ته سفر وکوي.

Trending

Exit mobile version