تازه خبرونه

امریکا خپل روزل شوي افغان پیلوټان له تاجکستان څخه هم وویستل – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۴۰۰)

د امریکا لخوا روزل شوي ۱۲۰ افغان پیلوټان ​​له څو نورو کسانو سره پرون (سې شنبه د لړم ۱۸) د امریکا په یوه الوتکه کې له تاجکستان څخه ویستل شول.

رویټرز د افغان سرچینو په حواله راپور ورکړی؛ د امریکا دې الوتنې هغه غمجن حالت پای ته ورساوه، چې شاوخوا درې میاشتې وزغمل شو. دغه پیلوټان په کابل کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پر مهال په پوځي الوتکو کې له افغانستان څخه تاجکستان ته تښتېدلي وه.

دغو پیلوټانو د امریکا د کانګرس پام ځانته راواړوه او په ډاګه شوه، چې د امریکا حکومت د دغو پیلوټانو په رالیږدولو کې ځنډ رامنځته کړی و.

رویټرز د سې شنبې پر ورځ په یوه ځانګړي راپور کې په ډاګه کړې؛ یو پیلوټ په الوتکه کې د سپرې ډلې انځورونه خپاره کړل او څرګنده کړې یې ده، چې موخه یې عربي متحده اماراتو ته رسېدل دي.

د پیلوټانو دغې ډلې د افغان – امریکا د جګړې په پای کې تاجکستان ته له الوتکو سره تېښته وکړه او د تاجکستان د چارواکو لخوا امریکا ته د لېږدولو په تمه ونیول شول. دوی هیله من دي، چې په منځني ختیځ کې به د دوی ځای پر ځای کیدل؛ امریکا ته د لېږد لامل شي.

د افغان لخوا د روزل شویو همکارانو دا وروستۍ لویه ډله وه، چې له افغانستان څخه ووتل او په تاجکستان کې یې درې میاشتې بې برخلیکه تېرې کړې.

د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ پر ۱۵ د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک دغه ګڼشمېر کارکوونکي او پیلوټان له لسګونه پوځي الوتکو سره د دغې میاشتې په وروستیو کې له افغانستان څخه تاجکستان او ازبکستان ته وتښتېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د خواشینۍ وړ ده، چې افغان پیلوټان له هېواده وتښتیدل. د افغانستان ملکي او پوځي کسان تر ګواښ لاندې ندي. مونږ او افغانانو ته دا ویاړ دی، چې د افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.

Trending

Exit mobile version