تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې زیرمه آزاده کړي – چین

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۲, ۱۴۰۱)

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان بانک د اووه میلیارد دالرو زیرمې کنګل کېدل په افغانستان کې اقتصادي بحران چټکوي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ یو کال پوره کیږي؛ خو د افغانستان بانک اووه میلیارد دالر زیرمه اوس هم د امریکا د حکومت لخوا کنګل باتې ده.

د افغانستان د دې شتمنۍ د خلاصون لپاره د نړیوالو غوښتنو په لړ کې دا دی د چین د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان بانک شتمني آزاده کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین د امریکا له لوري د دې شتمنیو د کنګل ساتلو دوام غیر عادلانه بولي.

وانګ وین بین وایي: د افغانستان بانک د اووه میلیارد ډالر شتمنیو کنګل کېدل په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران زیاتولو ته لار اواره کړې ده. د امریکا حکومت باید د افغانانو دغه شتمنۍ خوشې کړي او باید وویل شي، چې د بانکونو د بندولو دوام به د دغه هېواد د اقتصادي بحران په لا زیاتېدو کې مرسته وکړي. د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کول هیڅ توجیه نلري.

د پوهنتون استاد سید مسعود ویلي؛ د امریکا دوه سختو سیالانو چین او روسیې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د کنګل شويو شتمنیو زیرمو په اړه څو ځلې غبرګون ښودلی او د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیل راپدیخوا یې د آزادولو برلپسې غوښتنه کړې ده.

یو کال وړاندې کله، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک ته ورسېد؛ امریکا د افغانستان څه کم لس ۱۰ میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه.

د امریکا ولسمشر جوبایدن د تېر کال د سلواغې پر ۲۲ په یوه  فرمان کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمايي د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته او پاتې نیمايي یې له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې کړې، چې د جو بایدن دې پرېکړې سخت حکومتي، ملي او نړیوال غبرګونونه را وپارول.

Trending

Exit mobile version